په کابل پوهنتون کې د فارمسۍ نړیواله ورځ و نمانځل شوه
د پوهنتون مرسیتالانو، د فارمسستانو سراسري ټولنې استازو، د فارمسي پوهنځي استادانو او محصلینو په کابل پوهنتون کې د سپتامبر ۲۵ نېټې د فارمسي له نړیوالې ورځې څخه د غونډې په ترڅ کې نمانځنه وکړه.
نوموړې غونډه د روان کال تلې میاشتې په ۳ مه نېټه د دوشنبې په ورځ ترسره شوه، په یاده غونډه کې د فارمسي پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال آقا محمد ژکفر د فارمسۍ نړیوالې ټولنې موخو، کړنو او په یاده ټولنه کې د افغانستان غړیتوب په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل؛ چې د ګډونوالو د پاملرنې وړ و ګرځېدل.
د کابل پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي محمداشرف غیرت په خپلو خبرو کې د نوموړې ورځ په مناسبت فارمسستانو ته مبارکي ورکړه او هغه یې د هېواد روغتیایي بنسټ په لا ښه والي کې اغېزمن یاد کړ.
د فارمسي پوهنځي استاد ښاغلي احمد فرید حبیب یار خپل پریزنتیشن د ناروغ ساتنې تر عنوان لاندې ګډونوالو ته وړاندې کړ.
په آخرکې د فارمسستانو ټولنې تفتیش او نظارت کمیسیون رئیس ښاغلي محمد عذیر سکندري په نوموړې غونډه کې خبرې وکړې.