په کابل پوهنتون کې د فارمسۍ نړیواله ورځ و نمانځل شوه

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۵:۲۸
\zx\

د پوهنتون مرسیتالانو، د فارمسستانو سراسري ټولنې استازو، د فارمسي پوهنځي استادانو او محصلینو په کابل پوهنتون کې د سپتامبر ۲۵ نېټې د فارمسي له نړیوالې ورځې څخه د غونډې په ترڅ کې نمانځنه وکړه.

نوموړې غونډه د روان کال تلې میاشتې په ۳ مه نېټه د دوشنبې په ورځ ترسره شوه، په یاده غونډه کې د فارمسي پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال آقا محمد ژکفر د فارمسۍ نړیوالې ټولنې موخو، کړنو او په یاده ټولنه کې د افغانستان غړیتوب په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل؛ چې د ګډونوالو د پاملرنې وړ و ګرځېدل.

د کابل پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي محمداشرف غیرت په خپلو خبرو کې د نوموړې ورځ په مناسبت فارمسستانو ته مبارکي ورکړه او هغه یې د هېواد روغتیایي بنسټ په لا ښه والي کې اغېزمن یاد کړ.

د فارمسي پوهنځي استاد ښاغلي احمد فرید حبیب یار خپل پریزنتیشن د ناروغ ساتنې تر عنوان لاندې ګډونوالو ته وړاندې کړ.

په آخرکې د فارمسستانو ټولنې تفتیش او نظارت کمیسیون رئیس ښاغلي محمد عذیر سکندري په نوموړې غونډه کې خبرې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۱۹
Background image

د څو پوهنتونونو استادانو ته د مسلکي ظرفيت لوړونې ورکشاپ پيل شو

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي له لوري د هېواد د شلو پوهنتونونو د استادانو لپاره د فزيک په برخه کې د مسلکي ظرفیت لوړونې ورکشاپ پيل شو. ياد ورکشاپ د استادانو د علمي او عملي وړتياوو د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: