د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د نړیوال تجارت سازمان په اړه د پوهاوي پروګرام ترسره شو
د صنعت او تجارت وزارت اړوند نړیوال تجارت سازمان ریاست لخوا د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د افغانستان او نړیوال تجارت سازمان په اړه د پوهاوي پروګرام ترسره شو.
نوموړی پروګرام د روان کال وږي میاشتې په ۱۵نېټه د چهارشنبې په ورځ ترسره شو چې د صنعت او تجارت وزارت کارپوهانو محصلینو ته د افغانستان لپاره د نړیوال تجارتي سازمان اصولو، دندو، موخو، فرصتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلي احسان الله بارکزي د یاد پوهنځي محصلینو ته نوموړي پروګرام جوړول اغېزمن یاد کړ او د صنعت او تجارت وزارت له مسؤلینو څخه مننه وکړه.
د صنعت او تجارت وزارت د نړیوال تجارت سازمان رئیس ښاغلي عبدالوکیل مسلم د یاد پروګرام په جزیاتو خبرې وکړې او له محصلینو څخه یې وغوښتل؛ ترڅو په دې پروګرام کې فعاله ونډه واخلي.
په پام کې ده، چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو لپاره هم دې ته ورته پروګرام ترسره شي. نوموړی پروګرام د پوهنتون محصلانو خدماتو انسجام آمریت لخوا ترسره شوی دی.