د کابل پوهنتون ورزشکار محصلین د فستیوال ورزشي سیالیو په موخه د روسیې هېواد ته ورسېدل
د کابل، ښوونې او روزنې پوهنتونو ورزشکاره محصلینو ۹ نفري ټیم په روسیه هېواد کې د فستیوال نړیوالو سیالیو ترسره کولو په موخه د روان کال سه شنبې په ورځ د زمري په ۲۴ نېټه هغه هېواد ته سفر وکړ.
یاد ورزشکاران به په روسیه هېواد کې د ۲۵ ورځو په لړ کې د پهلوانۍ، لامبو وهلو، جودو، سامبو، بوکس او تکواندو په برخو کې سیالۍ ترسره کړي، نوموړی سفر د روسیې هېواد نړیوال فستیوال په رسمي بلنه ترسره شوی دی.
په دې سفر کې له محصلینو سره د کابل پوهنتون ورزشي چارو آمر ښاغلی قاري عبدالظاهر شفق ملتیا کوي.