د برېښنايي زده کړو کمېټه
د لوړو زده کړو وزارت له نړیوال تحصیلي نظام سره د همغږیتوب په موخه په الکترونیکي زده کړو ټینګار کوي او د همدې موخې لپاره د کابل پوهنتون په چوکاټ کې هم د الکترونیکي زده کړو د پراختیا هڅې روانې دي او دغه کمېټه د یادو چارو د مخ ته بېولو مسوولیت لري. دغه کمېټه په ۱۳۹۶هـ ل کال کې د کابل پوهنتون په چوکاټ کې جوړه شوې ده. دا چې زموږ په هېواد کې په ټولو سیمو کې په یو ډول الکترونیکي زده کړو ته لاسرسی نشته خو له دې سره سره دغه کمېټې هڅه کوي چې تولو ته مساوي خدمات وړاندې کړي او الکترونیکي زده کړې شاګرد محوره دې نو دې ته د زمینې برابرول هم اړینه مسئله ده چې ددې کمېټې پر غاړه ده.