په کابل پوهنتون کې د کانګو تبې ناروغۍ ګواښونو او دهغه پر وړاندې د مبارزې په اړه علمي کنفرانس ترسره شو

tariq_admin
Wed, Jun 14 2023 4:43 PM
123654

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځي د خپلو ملي او مسلکي مسؤلیتونو له مخې د روان کال غبرګولي میاشتې په ۲۴ نېټه چهارشنبې په ورځ د د زونوز ناروغۍ په ځانګړي توګه کانګو تبې ګواښونو او دهغه پر وړاندې د مبارزې په اړه علمي کنفرانس ترسره شو؛ ددې کنفرانس موخه د د زونوز ناروغیو او دهغه د خپرېدو په اړه ټولنې ته د عامه پوهاوي کچه لوړېدل بلل شوې ده.

په نوموړي کنفرانس کې ۴۴ تنه د کابل ښار دولتي مکاتبو مدیرانو، ۲۲ تنه د ناحیو آمرینو، ۲۲تنه د کابل ښاروالۍ قریو استازو، ۷۰ تنو قصاب او پوست پلورونکو، د غواوو، لبنیاتو اتحادیو، عامه روغتیا، کرنې او مالدارۍ، حج او اوقاف، لوړو زده کړو، پوهنې وزارتونو، د کرنې او خوړو نړیوال سازمان، د روغتیا نړیوال سازمان، د کابل ابوعلي سینا پوهنتون مسؤلین، د غږیزو او تصویري رسنیو مسؤلین رابلل شوي وو.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلی دکتور اسامه عزیز په نوموړي کنفرانس کې وویل:

(( پوهنتونونه د محصلینو د روزنې ترڅنګ د ټولنې د ستونزو پیداکول، شننه او د هغه لپاره د حل لاره لټولو دنده هم لري؛ چې نوموړی کنفرانس یې یوه ښه نمونه یادولی شو.))

د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال ښاغلی مولوي صدراعظم عثماني د نوموړي کنفرانس د ګټو ترڅنګ له شاملو بنسټونو څخه وغوښتل؛ ترڅو په دې برخه کې ډیرې هڅې وکړي.

د عامې روغتیا زونوز ملي کمېټې مسؤل ښاغلي داکټر فخر الدین ستانکزي په نوموړي کنفرانس کې له خلکو وغوښتل چې د کانګو تبې ناروغۍ په اړه د عامې روغتیا وزارت صحي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

په نوموړي کنفرانس کې د وترنري علومو پوهنځي استادانو پوهاند دکتور نورمحمد ایوبي او پوهنوال داکتر اسدالله صمدي ګډونوالو ته  د زونوز ناروغۍ په ځانګړي توګه د کانګو تبې او لیوني سپي پر ناروغیو د هغه د انتقال لارو، کنترول او مخنیوي په اړه چمتو کړي پریزنتیشنونه وړاندې کړل.

 د کنفرانس په دوهمه برخه کې علمي هیئت غړو د کانګو تبې ناروغیو تر بحث وروسته د ګډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

گالری رسانه

2096 students of Kabul University graduated with bachelor's degree

Advancements of KU after the victory!

Da Afghanistan Information Center video report at Kabul University:

Faculty of Engineering, Kabul University

From 22 faculties of Kabul University, 2,308 students graduated with a bachelor's degree. Watch more details in the video report below.

A video report of the activities and achievements of the Faculty of Chemistry of Kabul University can be seen here.

The Fine Arts Faculty of Kabul University: For more details, follow the video report below.

A brief report of the activities carried out at Kabul University in the month of Asad.

A special conversation with the head of the Faculty of Pharmacy, Dr. Agha Mohammad Zhakfar, regarding the achievements and the general situation of the aforementioned faculty:

In Kabul University, the final exams of the students of different faculties of the spring semester continue with full transparency.

A special interview with Professor Safiullah Jawhar, the head of the Faculty of Agriculture, Kabul University

The three-day workshop for the students of the Department of Theater of the Faculty of Fine Arts was concluded by the guest professor (Dr. Edmund Chow) from Singapore.