د فارمکوګنوزي ډيپارټمنټ

الف) پېژندنه:

فارمکوګنوزي د فارمسي یو له بنسټیزو علومو څخه دی، چې د تاریخي لرغونوالي پر بنسټ اوسمهال په فارمسي علومو کې په یو مهم او اساسي بحث دی. دا علم چې پر طبي بوټو او د درملو پر هغو خامو موادو غږېږي، چې طبیعي منشاء ولري. له دې علم سره ژوره لېوالتیا، د دې درملو د سرچینو د مطالعې او د بېړنیو درملو د جوړولو په لور د یوې کړکۍ په توګه ګڼل کېږي. ځکه چې نویو درملو ته د لاسرسي، پراختیا او پرمختګ اساس د طبي بوټو په منظمه، علمي او ساینسي څېړنو پورې اړه لري. بې‌له شکه د فارمکوګنوزي ديپارټمنټ فعالیتونه د زده‌کړيز بهیر د کیفیت د ښه‌والي ترڅنګ، د طبي بوټو په اړوندو زده‌کړیزو فعالیتونو کې د یو محرک عامل په توګه مهم رول لوبوي او په دې برخه کې د فارمسېسټانو د کنجکاوۍ حس او د تحلیل وړتیاوې لوړوي. په همدې دلیل د فارمکوګنوزي ډيپارټمنټ د فارمسي پوهنخي له تاسیس سره یو ځای په (۱۳۳۸ل) کې جوړ او په فعالیت پیل وکړ.

ب) زده‌کړیزې موخې:

۱.لیدلوری:

د فارمکوګنوزي ډيپارټمنټ د طبي بوټو او لرغوني طبي زېرمو ته په پاملرنې او له وروستیو علمي لاسته راوړنو او معاصر ټيکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې؛ هڅه کوي د هېواد روغتیايي سیسټم کې ځانګړی ځای او دې سره په نړيواله کچه خپل حدود پراخ کړي او هیله لري چې د هېواد په کچه په روغتیايي او فارمسي علومو کې غوره ځای تر لاسه او د سیمې د هېوادونو په کچه تر ټولو لوړ مقام وګټي.

۱.ماموریتونه:

د زده کړې په برخه کې:

  • د منل شویو معیارونو سره د فارمکوګنوزي، فایتوتیراپي او نباتانو ښوونه.
  • د پرمختللو هېوادو له علمي پرمختګونو سره یوځای د فارمکوګنوزي په برخه کې پرمختګ.
  • له معاصرو زده‌کړیزو روشونو څخه په ګټې اخیستنې د زده‌‌کړیالانو د پوهې د کچې لوړونه او په فارمکوګنوزي، فایتوتیراپي او د نباتاتو په علومو کې د کیفیت د کنټرول طرزالعملونه.

د څېړنې په برخه کې  :

  • د فارمکوګنوزي، فایتوتېراپي او نباتاتو په علمي څېړنو کیفي او کمیتي پرمختګ.
  • په اړوندو علومو کې د علمي څېړنو پراختیا او پر بنسټ یې اکاډمیکو فعالیتونو ته لېوالتیا.

د عامه خدمتونو په برخه:

  • د هېواد په روغتیايي سیسټم کې له طبي بوټو څخه د مناسبې او سمې کارونې تعمیمول.
  • د کیمیاوي تحلیل، معیاري کولو او د طبي بوټو د کارونې له‌پاره د لابراتواري خدمتونو چمتوکول.
  • د هېواد د طبي بوټو په مدیریت او طبیعي پايښت کې مناسبه علمي ونډه اخيستل.
  • زده‌کړیالان د علمي کارونو او مطالعاتي فعالیتونو په ګډون د بوتاني، فارمکوګنوزي او فایتوتراپي نظري زده‌‌کړې، په دې ډيپارټمنټ کې ترسره کوي.

۳. بنسټيزې موخې:

  1. د طبي بوټو او د درملو د توليد له‌پار د نورو طبیعي منابعو د پېژندنې اړوند د مهارتونو پیاوړتیا او ښوونه.
  2. په هېواد کې د طبیعي زېرمو، طبي بوټو او د دوی د پایښت د لارو چارو پېژندې په اړه د مهارتونو پياوړتیا او ښوونه.
  3. د درمل جوړولو له‌پاره د نویو نباتي لوشنونو د موندلو او ترلاسه کولو اړوند علمي څېړنې ترسره کول.

ج. توامیتونه:

ځانګړی توامیت نه لري.

د) لابراتواز او زده‌کړيز وسایل:

د فارمکوګنوزي لابراتوار د طبي بوټو د باریوم تر څنګ په

Spectrophotometer,Microscope, HPLC,apparatuse Sohexlate PH meter, apparatuseClavengerUV chamber, Rotatory evaporator Centrifuge مډرنو وسایلو سمبال دی او زده‌کړیالانو له‌پار لاندې تجربې ترسره کوي:

  • د طبي بوټو د ډولونو څېړل
  • له طبي بوټو د مفر تېلونو ايستل
  • د طبي بوټو د توصیفي تشخیصي ازمېښتونه
  • په طبي بوټو کې د کیمیاويي موادو د اندازې د ټاکلو ازمېښتونه

 

گالری رسانه

2096 students of Kabul University graduated with bachelor's degree

Advancements of KU after the victory!

Da Afghanistan Information Center video report at Kabul University:

Faculty of Engineering, Kabul University

From 22 faculties of Kabul University, 2,308 students graduated with a bachelor's degree. Watch more details in the video report below.

A video report of the activities and achievements of the Faculty of Chemistry of Kabul University can be seen here.

The Fine Arts Faculty of Kabul University: For more details, follow the video report below.

A brief report of the activities carried out at Kabul University in the month of Asad.

A special conversation with the head of the Faculty of Pharmacy, Dr. Agha Mohammad Zhakfar, regarding the achievements and the general situation of the aforementioned faculty:

In Kabul University, the final exams of the students of different faculties of the spring semester continue with full transparency.

A special interview with Professor Safiullah Jawhar, the head of the Faculty of Agriculture, Kabul University

The three-day workshop for the students of the Department of Theater of the Faculty of Fine Arts was concluded by the guest professor (Dr. Edmund Chow) from Singapore.