د پاراکلینیک ډيپارټمنټ

الف. پېژندنه:

د پاراکلینیک ډيپارټمنټ په باکتریولوژۍ، ویرولوژۍ، پارازیتولوژۍ، اپيدیمیولوژۍ، حیواني حفظ الصحې، پتالوژۍ او طیور ناروغیو په برخو کې په نظري اوعملي ډول د تدریس چارې په مخ وړي. دغه ډيپارټمنټ د وترنري طب زیاتره مضمونونه ترخپل پوښښ لاندې لري. ډيپارټمنټ د علمي او عملي څېړنو په برخه کې د ډاکټر او ماسټر په کچه علمي او مستعد کادري غړي لري.

ډيپارټمنټ په ټوله کې ۱۱۵۲ درسي ساعتونه لري چې ۶۴۰ هغه نظري یا لکچر او ۵۱۲ نور یې د کرېډیټ عملي ساعتونه دي. ډيپارټمنټ په ټولو مضمونونو کې دعلمي او عملي څېړنو لپاره ښه زمینه لري چې د ډيپارټمنټ بسیاینې کې ښه رول درلودای شي. د مسلکي او تخصصي کادر ظرفیتونه په دغه ډيپارټمنټ کې موجود دي، چې په دولتي او خصوصي سکتورونو کې له هغې کار اخیستل کېدای شي.

ددغې ډيپارټمنټ دعلمي کادر غړي په ټولو، علمي، څېړنیزو او خدمتونو وړاندې کولو برخو کې ټولنې ته ژمن دي. ډيپارټمنټ د بسیاینې لپاره اړونده سکتورونو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د مضمونونو، مشورو ورکولو، د سروې د پروژو ترسره کولو، علمي او عملې څېړنو او زده کړه ییزو تربیوي پروګرامونو ډېرې لارې لري.

دغه ډيپارټمنټ د علمي مسؤولیتونو په څنګ کې د ډېر لوړعلمي ظرفیت او توان درلودونکې دی او د حیواني روغتیا له سکتورونو (د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ محترم وزارت)، د عامې روغتیا سکتور (دعامې روغتیا محترم وزارت) سره، د پالیسیو اوستراتیژيو په جوړولو او د هغو په تطبیق کې کار کولای شي. له دې سربېره په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه له معتبرو نړیوالو سازمانونو لکه، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیواله اداره (FAO)، (OIE)، (WHO) او نورو ګڼو ادارو سره په کاري مسلک اړوندو ساحو کې همکاري؛ په نړیواله کچه د افغانستان د حکومت له موقف نه ملاتړ کوي او په بېلابېلوعلمي او راپور ورکونې په برخو کې خپل رول لوبولای شي. دغه ډيپارټمنټ د واکسینیشن د کمپاینونو، د پارازیتونو ضد ستراتیژیکو برنامو د وړاندې کولو او وقایوي برنامو په جوړولو او ډیزاین کې مهم رول نشي لوبولای. مهمه دا چې مالداري د حیواني روغتیا او تولید سره اړونده نه ده او په ټولنه کې د کورنیو عوایدو پیاوړتیا، د روغتیایي خدمتونو له لارې د غذایي امنیت تأمین، د سالمو څارویود ساتنې له لاري د معیشیت د تأمین لارې، د تولید لپاره زیاتې دي، چې ملي عواید پیاوړي کوي. سربېره پردې د ستونزو د پېژندلو له لارې دمهارتونو پیاوړتیا، د مدرنوڅېړنیزوطریقو په وسیله د ستونزو منطقي حل لارو موندل، طرح او پروژوي څېړنې دډیزاین لپاره تیاروي.

ب. تحصیلي موخې:

ـ محصلان له ناروغیو سره؛ د ناروغیو له عواملو سره او له نسجي غیر عادیتوب سره بلدېږي. همدارنګه د غړیو غیر نارملې وظیفې پېژني.

ـ محصلان له تجربوي طریقو سره؛ د تشخیصي پارامیټرونو له سنجش سره او د ناروغیو له عواملو سره اشنایي پیدا کېږي. همدارنګه پیټالوژیک حالات او د غړیو غیرنارملې دندې، نښې، خپرېدل، وقایه او د ناروغو له کنټرول یره هم اشنایي پیدا کوي.

ـ محصلان د ناروغیو له انکشاف او مرحلو سره بلدېږي او د حفظ الصوي مسایلو په اړه هم معلومات پیدا کوي.

ـ محصلان د ناروغیو د عواملو تشخیص د تجربوي طریقو؛ مخنیوي او وقایې په اړه د معلومات تر لاسه کوي او دا علمي ذخیرې په عالي کلینیکي کورسونو کې تطبیقوي.

۱ . نظر یا لېدلوری:

پاراکلینیک ډیپارټمینټ محصلیو ته ویترنري مسلکي زده کړې ورکوي، چې د تشخیص او وقایي له مهارتونو سره بلد شي او خپله تحصیلي دوره په بریا بشپړه کړي.

۲ . دنده:

پاراکلینیک ډیپارټمینټ په باکیفیته تدریس سره په ډېرو فعالو طریقو او مالوماتو محصلان سمبالوي او د هیواد د خدمت او ابادۍ له پاره یې ټولنې ته وړاندې کوي.

۳ . اساسي موخې:

پاراکلینیک ډیپارټمینټ دغه اساسي هدفونه تعقیبوي:

ـ پر محصل محوره زده کړو باندې د محصلاتو روزل.

ـ د ډیپارټمینټ په اړوند مضمونونو کې د مسلکي مهارتونو غښتلي کول.

ـ د علمي سمینارونو او کنفرانسونو کې د په جوړولو سره د علمي کادرونو، تخنیکي کارکوونکو او محصلاتو د ظرفیتونو لوړول.

ـ د تحقیقي او تدریسي چارو پر مخ وړل؛ د خدماتو وړاندې کول او پر علمي ترافیعاتو باندې کار. د پوهنتون، پوهنځي او ډیپارټمینټ په علمي فعالیتونو کې ونډه.

ـ د پوهنتون، اړند وزارت او خصوصي سیکتور په چارو کې فعاله ونډه.

ـ په پوهنتون کې او له پوهنتون بهر له نورو پوهنځيو سره او ډيپارتمنتونو سره هر اړخیزه همکاري.

ج . هوکړه لیکونه:

د پوهنځي له هوکړه ليک پرته مستقل هوکړه لیک نه لري.

ه. لابراتوارونه او تجهیزات:

دغه ډيپارتمنت په پورته یادو شویو مضمونونو کې خپل تشخیصیه لابراتوارونه لري. د مایکروبیولوژۍ لابراتوارونه؛ د ویرولوژي، پارازیتولوژي، اپیډیمولوژۍ، ساري ناروغیو، پټولوژۍ، هسټوپټولوژۍ، له مرګه وروسته ټوټه کولو لابراتوارونه او وسایل او همدارنګه مجهز او فعال انسناټور له ټولو لازمو سامانونو سره لري، چې علمي کارونه او تجربې په ښه توګه پرې تر سره کېدای شي؛ خو د دغو لابراتوارونو ځینې یې بشپړ فعاله نه دي او نورو تجهیزاتو ته هم اړتیا لري. د ډیپارټمینټ زیاتره علمي کادرونه د کیمیایي موادو، ریجنټرنو او روغتیایي موادو له کمبود سره مخ دي او د علمي کارونو پر وړاندې یې ځينې خنډونه هم رامنځنه شوي دي.

د . تحصيلي نصاب ( تخصصي مضمونونه)

  ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

کريډيټ

ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

کريډيټ

۱

د کورنیو څارویو اپیډمیولوژي او بکتریایي ناروغۍ

Vs832

5

8

وترنري پرازیټولوژي III

Vs734

3

۲

د کورنیو څارویو ویروسي ناروغۍ

Vs932

5

9

وترنري پتوفزیولوژي

Vs735

5

۳

وترنري باکتریولوژي I

Vs430

5

10

وترنري پتولوژي I

Vs531

2

۴

وترنري باکتریولوژي II

Vs530

5

11

وترنري پتولوژي II

Vs631

3

۵

د مرغانو ناروغۍ

Vs1033

5

12

حیواني حفظ الصحه

Vs673

2

۶

وترنري پرازیټولوژيI

Vs534

4

13

وترنري ویرولوژي

Vs736

3

۷

وترنري پرازیټولوژي II

Vs634

3

14

 

 

 

گالری رسانه

The conference titled "Revelation of the Quran" which was prepared and organized by the respected professors of the Faculty of Sharia was held in Kabul University. More details in the video report!

Some beautiful photos from Kabul University in the rainy season

World Water Day was celebrated in Kabul University during a series of grand ceremonies. Read more in the prepared video report:

During the visit of the Chinese Embassy in Kabul, the top students of Kabul University were honored with certificates of appreciation and cash gifts. Read more in the prepared video report:

In 2023 AH, Kabul University has implemented dozens of development projects worth about 90 million Afghanis. Video report:

The bituminous work of new roads inside Kabul University has started

The work of constructing a student park with an area of 12 acres of land was opened in the campus of Kabul University

Album of spring photos of the beautiful grounds of Kabul University in 1402 AH

Pictures album of the courtyard of Kabul University after a gentle and beautiful rain