د نړيوالو اړيکو ډيپارټمنټ

د ډیپارټمنټ لیدلوری:

د نړیوالو اړيکو او سیاسي علومو دیپارتمنت د یو ډېر پخواني دیپارتمنت په توګه چې د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ورکوونکی وي او د نورو ورته ادارو په منځ کې د زده کړو، د علم تولید، پراختیا او د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د هېواد پرمختګ لپاره پېژندل شوی وي او ددغه ديپارتمنت امکانات، د علمي کادر غړي، محصلين او څېړونکي په ټولنه کې تر ټولو غوره او بهتر وي.

د ډیپارټمنټ ماموریت:

د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ديپارتمنت د مسلکي، کارپوه، نوښتګر او با استعداده پرسونل د روزنې او پیاوړتیا لپاره د وړ چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، د هېواد د علمي چارو نورو ادارو سره سم د زده کړو او څېړنو د کیفیت او کمیت د ښه والي په موخه فعاليت کوي. د هیواد وقار او علمي دریځ او د اړیکو رامینځته کولو په دوام ترڅو اړتیاوې او ننګونې وپیژندل شي او د وړتیاوو په ودې سره حلارې وړاندې کړي. دغه ديپارتمنت د لوړتيا لرونکو استادانو او کارکوونکو په ګدون، د عصري تکنالوژۍ او اسانتیاوو په کارولو سره، د پوهو او مهارتونو په لټه کې د وړ کادرونو د جذبولو لپاره د مناسبو شرایطو په برابرولو سره جوړ شوی دی.

د نړیوالو اړيکو او سیاسي علومو دیپارتمنت د لیسانس په سطحه محصلينو ته د سیاسي علومو او نړیوالو اړيکو په رشتو کې او د ماسترۍ په سطحه په د دیپلوماسۍ په رشتو کې زده کړې وړاندې کوي چې خپل فعالیتونه یې د تحصیلي برنامو په تولید، پراختیا او د علم په وړاندې کولو سره د ملي موخو پر بنسټ ځانګړي کړی دي چې اصلي مأموریت يې په لاندې ډول دی:

  • متخصص، ژمن او مسؤلیت منوونکی بشري ځواک روزلو په موخه  زده کړی، ترڅو په دولتي او نادولتي بېلابېلو سطحو کې د بشری ځواک اړتیاوې پوره شي.

  • د پوهې د وړاندې کولو په موخه  د دیپارتمنت څېړنیز او اکاډمیک ماموریت پراختیا او د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ورکول او د ټولنې د چارو د ښه والي لپاره اغېزمن علمي وړانديزونه کول.

  • د زده کړو د څرنګوالي ښه والی.

  • دولتي او نادولتي ارګانونو سره همکاري او د څېړنیزو فعالیتونو د کیفیت ښه والی  او پرمختګ.

  • په کورنیو او نړیوالو سطحو کې د علمی همکاریو چټکتيا.

د ډیپارټمنټ موخې:

الف – عمومي موخې:

  • د باکیفیته زده کړو د وړاندې کولو لپاره د څېړنو او زده کړو وړ چاپېریال برابرول؛

  • د نړیوالو اړیکو له سیاستونو سره علمي پېژندګلوي پیدا کول؛

  • د ځوانانو د فکري او ذهنی وړتیاوو لوړول؛

  • د علمي تحلیل او شننې په برخه کې د استعدادونو د وړتیاوو زیاتوال؛

  • د ټولنې لپاره د مسلکي او متخصصه بشري ځواک روزل؛

  • لوړو زده کړو ته د دننه کېدو په پار محصلينو ته د زمینې برابرول؛

ب –اجرائیوي موخې:

  • د لاسته راوړلو لپاره، نړيوالو اړيکو او سیاسي علومو دیپارتمنت د(۱۳۹۶) هـ ل کال په پیل کې د فارغو محصلينو ديپارتمنت نوم خپل کړ، په همدې موخه د نوی زده کړه ييز نصاب رامنځته کول یې د لومړنيو کارونو څخه دي.

  • د دې دیپارتمنت اړوند مضمونونو مسلکي او تخصصي علمي اړتياموندنه چې د درسي نصاب شامله وي، په پوهنځي کې د نوي مضمونونه د تدریس په موخه په درسي نصاب کې د پړاونو تر سره کولو لپاره وړانديز شوې ده.

  • د دیپارتمنت مضمونونه د لکچرنوټ په بڼه او د شونتيا اړوند د درسي کتابونو په بڼه ترتیب او وړاندې کول.

  • بېلابېلو کورنیو او بهرنیو پروګرامونو سره د دې دیپارتمنت د استادانو د مسلکي زده کړو د پراختیا په پار د ظرفیت سطحې لوړول.

  • د هېواد دننه او بهر کې د ماسترۍ او دوکتورا په سطحه د استادانو د زده کړو لپاره د زمینې برابرول.

  • دیپارتمنت په مډرنو وسایلو (کمپیوټر، کاپير، پرنټر او انټرنټ) سره تيارول.

  • دیپارتمنت په معتبرو علمي کتابونو تيارول ترڅو استادان له يادو کتابونو د ديپارتمنت اړوند مضمونونو په تدریس کې اغېزمنه ګټه واخلي.

د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو ډېپارټمنټ د علمي کادر غړو نوملړ:

ګڼه

نوم

تخلص

د پلار نوم

د زده کړو رشته

۱

سید احمد نجیب

محمود

میر آقا محمود

حقوق

۲

محمد داود

نوري

نورخان

حقوق

۳

زیدالله

نایل

عمادالدین

سياسي علوم

۴

شمس الرحمن

رحمانزی

عبدالرحمن

سياسي علوم

۵

فریبا

قادري

احمد بیگ

حقوق

۶

عبدالوکيل

حميدي

عبدالحمید

سياسي علوم

 

 

د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مضمونونو نوملړ:

ګڼه

مضمونونه

د مضمون دول

د کرېډېټونو شمېر

سمستر

۱

د سیاست پوهې بنسټونه۱

اساسي

۲

لومړی

۲

نړیوال سازمانونه

اساسياساسي

۲

درېیم

۳

د نړیوالو اړيکو تاریخ ۱

اساسياساسي

۲

درېیم

۴

د ټولنپوهنې بنسټونه

اساسياساسي

۲

درېیم

۵

د سیاست پوهې بنسټونه ۲

اساسياساسي

۲

څلورم

۶

نړیوال سازمانونه (سيمه ييز) ۲

اساسياساسي

۲

څلورم

۷

د نړیوالو اړيکو تاریخ 2

اساسياساسي

۲

څلورم

۸

 د لوېديځ د سیاسي اندونو تاریخ۱

اساسياساسي

۲

پنځم

۹

سیاسي ترمینولوژي

اساسياساسي

۲

پنځم

۱۰

د لوېديځ سیاسي اندونو تاریخ ۲

اساسياساسي

۳

پنځم

۱۱

د څېړنې ليار (د څېړنې ميتود)

اساسي

۲

شپږم

۱۲

 د دیپلوماسۍ بنسټونه

اساسي

۲

شپږم

۱۳

اداري حقوق

اساسي

۳

اووم

۱۴

تخصصي بهرنۍ ژبه

تخصصي

۲

اووم

۱۵

په اسلام کې سیاسي اندونه

تخصصي

۲

اووم

۱۶

په سويلي آسیا کې سیاست او حکومت

تخصصي

۲

اتم

۱۷

 د افغانستان د بهرنیو اړيکو تاریخ

تخصصي

۲

اتم

۱۸

 اسلامي سیاسي غورځنګونه او سیاسي بهيرونه

تخصصي

۲

اتم

۱۹

د څېړنې ليار (د څېړنې مېتود) ۲

تخصصي

۲

دويم

۲۰

د نړیوالو اړيکو اصول ۱

تخصصي

۲

دويم

۲۱

د۲۰مې پېړۍ سیاسي اندونه

تخصصي

۲

 

۲۲

سیاسي جغرافیه

تخصصي

۲

 

۲۳

نویوالی او سياسي پرمختيا

تخصصي

۲

 

۲۴

تخصصي بهرنۍ ژبه ۲

تخصصي

۲

 

۲۵

په مرکزي آسیا کې سیاست او حکومت

تخصصي

۲

 

۲۶

ټاکنيز غونډلونه (نظامونه)

تخصصي

۲

 

۲۷

د نړیوالو اړيکو اصول ۲

تخصصي

۲

 

۲۸

سیاسی ټولنپوهنه ۱

تخصصي

۲

 

۲۹

 لږ-پرمختللو هېوادنو سیاسي ـ اقتصادي مسايل

تخصصي

۲

 

۳۰

سوله او د شخړو حل

تخصصي

۲

 

۳۱

نړیوالتوب

تخصصي

۲

 

۳۲

سیاسي ټولنپوهنه ۲

تخصصي

۲

 

۳۳

د بهرنيو سياستونو بنسټيزه شننه  

تخصصي

۲

 

۳۴

دیپلوماتیک آداب او تشریفات

تخصصي

۲

 

۳۵

په امریکا متحده ایالاتو کې سیاست او حکومت

تخصصي

۲

 

۳۶

 د افغانستان سیاسي غونډال (نظام)

تخصصي

۲

 

۳۷

د نړیوالو اړيکو تیورۍ ګانې ۱

تخصصي

۲

 

۳۸

 د لویو ځواکونو بهرنی سیاست

تخصصي

۲

 

۳۹

نړیوال امنیت

تخصصي

۲

 

۴۰

 پرتله ييز سیاست

تخصصي

۲

 

۴۱

د نړیوالو اړيکو تیورۍ ګانې ۲

تخصصي

۲

 

۴۲

د لویو ځواکونو بهرنی سیاست ۲

تخصصي

۲

 

۴۳

نړیوال سیاسي اقتصاد

تخصصي

۲

 

۴۴

 سیاسي ارواپوهنه

تخصصي

۲

 

۴۵

د نړۍ سیاسي مسايل

تخصصي

۲

 

د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو دېپارتمنت د اتو سمسترونو د کرېدېتونو ټولګه

۹۲

 

گالری رسانه

The conference titled "Revelation of the Quran" which was prepared and organized by the respected professors of the Faculty of Sharia was held in Kabul University. More details in the video report!

Some beautiful photos from Kabul University in the rainy season

World Water Day was celebrated in Kabul University during a series of grand ceremonies. Read more in the prepared video report:

During the visit of the Chinese Embassy in Kabul, the top students of Kabul University were honored with certificates of appreciation and cash gifts. Read more in the prepared video report:

In 2023 AH, Kabul University has implemented dozens of development projects worth about 90 million Afghanis. Video report:

The bituminous work of new roads inside Kabul University has started

The work of constructing a student park with an area of 12 acres of land was opened in the campus of Kabul University

Album of spring photos of the beautiful grounds of Kabul University in 1402 AH

Pictures album of the courtyard of Kabul University after a gentle and beautiful rain