د پوهنځي په اړه

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یوه دولتي اداره  (ارګان) ده چې په ۱۳۱۷لمريز کال کې يې د حقوقو اکاډمۍ په نوم بنسټ ایښودل شوی دی. د هماغه کال د غوايي میاشتې پر ۷مه نېټه د ۲۵ تنه محصلينو په نېولو سره  په لومړنیو وسايلو او د پنځو تنو استادانو په درلودلو سره ، د حبیبې عالي لیسې  په ودانۍ کې په فعالیت پیل وکړ.

 په ۱۳۲۰ لمريز کال کې د اکاډمۍ په وړاندیز او د لومړي وزير مقام د (مننې) منظورۍ پر بنسټ ياده اکاډمي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته او دکابل پوهنتون په اکاډمیک تشکیل کې شامله شوه. په پیل کې د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځي مهمه او لویه موخه د ادارې او دیپلوماسۍ په برخه کې د مسلکي کسانو روزل و، چې وروسته د ټولنې د اړتیاو  پر بنسټ په هغه کې قضاء اوڅارنوالۍ  برخه هم ورزیاته شوه.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی په لومړیو کې د ترکي او الماني استادانو له علمي همکاریو څخه برخمن و، چې بیا وروسته یاد پوهنځي د فرانسې له پاریس پوهنتون څخه  د یو تړون له لارې علمي يا اکاډمیکې همکارۍ خپلې کړې، چې دغه همکاريو تر ۱۳۵۰لمريز کال پورې دوام درلود. اوس مهال د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې د محصلينو نېونه (جذب) د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسسو د نويو ګډونکوونکو (جدید الشموله) محصلينو د نېونې لایحې سره سم ترسره کېږي. دې پوهنځي محصلين  په دولتي ادارو کې د بېلګې په ډول په عدلیې وزارت، ستره محکمه، د ا.ا.ا د فرمانونو د څارنې او کتنې لوی ریاست، بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، مالیی وزارت ... او دولتی کمېسیونونو کې پر دنده ګومارل کېږي او یو شمیر نور یې بیا یې په خصوصي برخو کې د مدافع وکیلانو او حقوقي سلاکارانو په توګه دندې ترسره کوي.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی له بنسټ اېښوودنې بيا  تر نن ورځې په دې هڅه کې دی چې په عدلي، قضایي، اداري او سیاسي برخو کې متخصص او په کار پوه کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي. څرنګه چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د هېواد د عدلي او قضایي ارګانونو او همدارنګه اداري او سیاسي ارګانونو د کار لپاره د کادرونو یو تولیدوونکی ارګان وي، نو له همدې لامله د دې ایجاب کوي ترڅو په دې زده کړيز ارګان کې تدریس او زده کړې د ټولنی  د ارزښتونو او د وخت اړتیاوو ته په پاملرنې سره برابرې شي. په لويه کې دا چاره ساده او اسانه نه ده او تل له ستونزو سره مل وي او بيا په ځانګړې توګه په اوسني وخت کې چې د قانون حاکمیت او په ټولنه کې د نظم رامنځته کول زمونږ د ټولنې د مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي. دا رسالت که په هره اندازه پیاوړی کېږي، په هماغه اندازه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی په دې اړ دی چې داسې یو چاپېریال رامنځته کړي ترڅو په هغه کې ځوان نسل وتوانېږي چې خپلې لوړې زده کړې د عدلي، قضایي، اداري او سیاسي ارګانونو د اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو په پام کې نیولو سره ترسره کړي، ترڅو له یو اړخه په دې ارګانونوکې د بې عدالتي او د قانون د نه واکمنۍ پر وړاندې مبارزه بېرته را ژوندۍ کړي او له بل اړخه د یو علمي او اکاډمیک ارګان په توګه خپل رسالت ترسره کړي.

گالری رسانه

The conference titled "Revelation of the Quran" which was prepared and organized by the respected professors of the Faculty of Sharia was held in Kabul University. More details in the video report!

Some beautiful photos from Kabul University in the rainy season

World Water Day was celebrated in Kabul University during a series of grand ceremonies. Read more in the prepared video report:

During the visit of the Chinese Embassy in Kabul, the top students of Kabul University were honored with certificates of appreciation and cash gifts. Read more in the prepared video report:

In 2023 AH, Kabul University has implemented dozens of development projects worth about 90 million Afghanis. Video report:

The bituminous work of new roads inside Kabul University has started

The work of constructing a student park with an area of 12 acres of land was opened in the campus of Kabul University

Album of spring photos of the beautiful grounds of Kabul University in 1402 AH

Pictures album of the courtyard of Kabul University after a gentle and beautiful rain