لید لوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

دوامداره پرمختګ د لوړو زده کړو د قوانینو له غوښتنو سره سم چې په اخلاقي اصولو او د هیواد په اسلامي، ملي او کلتوري ارزښتونو ولاړ وي. د نویو او معاصرو نړیوالو علمونو څخه برخمن کېدل، د پوهې او ​​هنر د تولید وړتیا، په غوره او پراخو انساني سرچینو ، ملي او ټولنیزوه پانګه د ملي ارزښتونو خوندیتوب او را منځته کېدل .او همدارنګه د سالمې او هر اړخیزې ادارې درلودل، مسلکي علمي پوهه، له فساد، تبعیض او تعصب څخه لرې د مساوي فرصتونو رامینځته کول، او همدارنګه له چاپیریال او فرصتونو څخه په ګټه اخیستنې او د څیړنې، ارزښتمنو اثارو د را منځته کولو، د جشنونو او نندارتونونو د جوړولو په ډګر کې د لومړي مقام د ترلاسه کولو هڅې. د هنر او فرهنګ د تلپاتې او ګړندۍ ودې لپاره په سیمه ایزه او حتی لوړه کچه د ارزښتناکو علمي او هنري کارونو تولید ته په پام سره. همدانګه له یوه موخیز او مطلوب چاپېریال څخه برخمن کېدل؛ د څیړنې، د ارزښتناکو اثارو پنځولو، د جشنونو او نندارتونونو په ترسره کولو سره د چټکې او دوامداره ودې په پام کې نیولو سره په سیمه کې لومړي مقام ته رسیدل.

 

مأموریت:

- د انسان په نړیوال او بې شانه هنر کې د علم د تقویې او اغېزمنتیا او د ټولې د خوندیتوب، د ټولنې د ستونزو د حل، هوساینې ته د رسېدو، د علم او هنر د عامولو او خپرېدو په موخه د علمي معیاراتو په پام کې نیولو سره د ګټورې او کارندې څېړنې تر سره کول.

- د علمي ودې او د علمي غړو د پوهې او مهارتونو د پیاوړتیا له لارې د همکارۍ فضا رامینځته کول. -

د پوهنځي د کچې لوړول، په څیړنیزو پروژو کې (په ځانګړې توګه ملي څیړنیزې پروژې)، د ګډو نړیوالو څیړنیزو پروژو زیاتول او د څیړنې او زده کړې په برخه کې د نړیوالو اعتبارونو ترلاسه کول.

 

موخې:

- د هنري زده کړو د کیفیت دوامداره ښه والی.

- د اکادمیک کارمندانو پراختیا او پیاوړتیا او د دوی خوځښت او فعالیت، د دوی د وړتیا تر بریده.

- د څانګو دایمي ترتیب (ړنګول، جوړول، اصلاح او ترکیب).

- د محصلینو له ظرفیت څخه اعظمي استفاده.

- د پوهنځي د څیړنې پراختیا.

- د ټولنې د ستونزو د حل او د ټولنې د ریښتینو اړتیاوو د پوره کولوپه موخه په پوهنځي کې د څیړنې وده او پراختیا،

- د چاپیریال ښه کول (د تلپاتې او دوامداره کړنو په ګډون) له موجوده څېړنیزو ظرفیتونو څخه د اعظمي استفادې په موخه،

- د خدماتو په وړاندې کولو کې د سیالۍ ځواک رامینځته کول او ساتل.

- د خدمتونو د وړاندې کولو چټکتیا.

- د بشري سرچینو پراختیا او پیاوړتیا.

- د پوهنځي لپاره د پلان جوړونې، د فرهنګي برنامو د پلي کولو په برخه کې د پراخ لید سیاست کارول.

- د هنر او فرهنګ په حوزه کې د ساستونو، کړنو او پرېکړو د یو لاس کول.

گالری رسانه

2096 students of Kabul University graduated with bachelor's degree

Advancements of KU after the victory!

Da Afghanistan Information Center video report at Kabul University:

Faculty of Engineering, Kabul University

From 22 faculties of Kabul University, 2,308 students graduated with a bachelor's degree. Watch more details in the video report below.

A video report of the activities and achievements of the Faculty of Chemistry of Kabul University can be seen here.

The Fine Arts Faculty of Kabul University: For more details, follow the video report below.

A brief report of the activities carried out at Kabul University in the month of Asad.

A special conversation with the head of the Faculty of Pharmacy, Dr. Agha Mohammad Zhakfar, regarding the achievements and the general situation of the aforementioned faculty:

In Kabul University, the final exams of the students of different faculties of the spring semester continue with full transparency.

A special interview with Professor Safiullah Jawhar, the head of the Faculty of Agriculture, Kabul University

The three-day workshop for the students of the Department of Theater of the Faculty of Fine Arts was concluded by the guest professor (Dr. Edmund Chow) from Singapore.