د افغانستان امریکایي پوهنتون پخواني استاد تیموتي ویکس د کابل پوهنتون له رئیس سره وکتل
د افغانستان امریکایي پوهنتون پخوانی استاد تیموتي ویکس چې اوس د افغان نړیوال پوهنتون په نوم تبدیل شویدی، د روان کال لیندۍ میاشتې په ۲۱ مه نېټه د دوشنبې ورځ د کابل پوهنتون څخه د لیدنې په ترڅ کې د پوهنتون له رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.
پدې لیدنه کې د کابل پوهنتون رئیس د ښاغلي ویکس له راتګ څخه مننه وکړه او ددغه اکاډمیک بنسټ د روان تحصیلي وضعیت او کاري فعالیتونو د جریان په اړه یې ور سره خبرې وکړې. ښاغلي ویکس د کابل پوهنتون او لوړو زده کړو د ارزښت په اړه خپل نظر څرګند، د کابل پوهنتون څخه د لیدنې په پار یې خوشحالي څرګنده او خپل نظرونه یې د پوهنتون له رئیس سره شریک کړل.
ښاغلي ویکس د کابل پوهنتون او د افغانستان د نورو تحصیلي بنسټونو له نورماله تحصیلي او علمي فعالیتونو هرکلی او تأکید یې وکړ چې هڅه کوي دغه مسائل په نړيواله کچه په سمه توګه انعکاس کړي.