د کابل پوهنتون د علمي شورا غونډه تر سره شوه
د علمي شورا پدې غونډه کې لومړی د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او بیا یې د پوهنتون په مهمو علمي او تحصیلي مسائلو، د خزاني سمسټر د وروستیو ازموینو په موفقانه ډول تر سره کېدو پدې برخه کې د ازموینو کمېټې او استادانو رول، د پوهنتون د ریاست او پوهنځیو تر منځ د معلوماتو د رسونې او همکاریو د لاپیاوړتیا، د پوهنځیو لخوا د کنفرانسونو، سمینارونو او نندارتونونو د جوړېدو او ګڼ شمېر نورو مواردو خبرې وکړې چې د غونډې د ګډونوالو د توجه او خوښې وړ وګرځېد.
پدې غونډه کې د محصلانو چارو معاونیت سرپرست ښاغلي پوهنمل معاذ الله نسیم د محصلانو چارو اړوند مسائلو، د هغوی د فراغت په هکله او همدا ډول د پوهنتون په کچه د فارغ شویو محصلینو لپاره د فراغت غونډې د جوړېدو په اړه خبرې وکړې.
د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي معلم احمد حقاني د پوهنتون د اداري کارونو اړوند مسائلو خبرې وکړې او د غونډې د غړو د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
په وروستیو کې د علمي شورا د غړو ترمنځ په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه مفصل بحث او د نظریاتو تبادله وشوه، چې هر یو یې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.