د تیکا مؤسسې رئیس د کیمیا پوهنځي څخه لیدنه وکړه

په کابل کې د تیکا مؤسسې رئیس ښاغلي ذهتوچال د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۶ مه نېټه د یک شنبې ورځ د کیمیا پوهنځي څخه لیدنه وکړه.
پدغه لیدنه کې د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند محمد شفیع شریفي، د کیمیا پوهنځي رئیس او استادانو حضور درلود چې د دواړو خواوو څخه د د درسي خونو، کتابتون او کمپیوټر لب د تجهیز او معیاري کولو او همدارنګه د ذکر شوي پوهنځي د باغچې د جوړولو په اړه هر اړخیر بحث ترسره شو.
د پوهنتون د علمي چارو مرستیال په کابل کې د تیکا مؤسسې د رئیس څخه د مننې ترڅنګ ددغه مؤسسې له رئیس څخه د کیمیا پوهنځي سره دلا زیاتې همکارۍ غوښتونکی شو.
همدارنګه په کابل کې د تیکا مؤسسې رئیس ددې لیدنې څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د خپل صلاحیت او امکاناتو په نظر کې نیولو سره به د کیمیا پوهنځي سره خپله همکاري ترسره کړي.