د کابل پوهنتون رئیس د زده کړیالانو د درسي بهیر څخه لیدنه وکړه
د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز چې د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلی مولوي معلم احمد حقاني، دزده کړیالانو چارو مرستیال ښاغلی پوهنمل معاذ الله نسیم هم ورسره مل وو، د اقتصاد، داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځي د زده کړیالانو له درسي بهیر څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي دکتور عزیز د درسي بهیر پدې لیدنه کې دزده کړیالانو د هڅونې او ستاینې ترڅنګ زیاته کړه:
د پوهنتون رهبري د دوی د هغو سالمو نظریاتو ملاتړ کوي، چې د درسي بهیر د لاښه والي سبب کیږي، زده کړیالان کولای شي، په مستقیم ډول خپل مشکلات له دوی سره شریک کړي او د پوهنتون رهبري له دوی سره مل ده.
ورپسې د یادو پوهنځیو زده کړیلانو درسي ټولګیو څخه د رئیس د لیدنې نه مننه وکړه، ستونزې، غوښتنې او نور درسي مسایل یې له دوی سره شریک او د پوهنتون د رهبرۍ څخه یې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.