د خارجي ژبو او ادبیاتو پوهنځي د چینایي ژبې څانګې ممتاز زده کړیالان تقدیر شول
د کابل پوهنتون د خارجي ژبو او ادبیاتو پوهنځي د چینایي ژبې څانګې د یو فرهنګي محفل په ترڅ کې چې د کنفوسیوس انستیتوت د ورځې په مناسب یې نیولی وو د ذکر شوې څانګې غوره زده کړیالان تقدیر کړل.
د چینایي ژبې د څانګې آمر ښاغلي حمید غلامي وویل چې ددې برنامې له دائرولو څخه یې موخه زده کړیالانو ته د چینایي ژبې د زده کړې لپاره د انګېزې ورکول او ددې ژبې له تاریخ سره د دوی بلدتیا ده، همدارنګه ښاغلي غلامي زیاته کړه چې ددې ډول برنامو دائرول د زده کړیالانو د تشویق او ترغیب لپاره شه وسیله ده.
د کابل پوهنتون د خپرونو آمر ښاغلي رحیم الله ندیم د چینایي ژبې څانګې له آمر او استادانو مننه وکړه چې د زده کړیالانو د تشویق لپاره یې یاده تشویقي برنامه په لاره اچولې. ښاغلي ندیم زیاته کړه چې د کابل پوهنتون رهبري د داسې تشویقي برنامو څخه ملاتړ کوي چې په زده کړیالانو کې د مثبتې انګیزې باعث کېږي.
دغه محفل په چینایي ژبه د شعر ویلو، ویناوو، د استعدادونو د معلومولو مسابقو او د تحفو په ورکړې سره پای ته ورسېد.