د کابل پوهنتون او د ایران اسلامي جمهوري دولت د انساي علومو او فرهنګي مطالعاتو څېړنیز مرکز ترمنځ ګډه علمي ناسته تر سره شوه
د روان ۱۳۹۹ د کب په ۳ د یک شنبې په ورځ د کابل پوهنتون او د ایران اسلامي جمهوري دولت د انساني علومو او فرهنګي مطالعاتو څېړنیز مرکز د استادانو او د دکتورا او ماسټري دورو محصلینو په انلاین ډول ګډه علمي ناسته تر سره کړه.
دا ناسته په مجازي (انلاین) ډول « په ادبي او د ژبپوهنې علم کې ادراکي ژبپوهنه = زبانشناسی شناختی در علوم ادبی و زبانی» تر عنوان لاندې د دې پوهنتون د علمي ناستو په تالار کې جوړه او د نورو دورو لپاره به هم دوام ومومي.
د دواړو لورو ګډون کوونکو تر منځ ګټور بحثونه، خبرې، پوښتنې او ځوابونه او علمي حل لارې بیان او همدارنګه د دواړو لورو څخه د دې ډول ګډو ناستو او برنامو په جوړېډو زیات تاکید وکړ.