لید لوری، مأموریت او موخې

 لیدلوری:

د کابل پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځی موخه لري چې په کورني او نړیواله کچه د ټکنالوژۍ د زده کړو او څېړنو په برخه کې یو مخکښ بنسټ وپېژندل شي، او داسې متخصصین وروزي چې له علمي، عملي مهارتونو او نوښتونو څخه په برخمنېدو سره د ټولنې او کار‌ بازار اړتیاوو ته ځواب ویلی شي او د نړیوالې ټکنالوژۍ په پرمختګ کې مهم او اغېزمن رول ولوبوي.

ماموریت:

د کمپیوټر ساینس پوهنځي ماموریت د محصلانو د زده‌کړې د کچې لا لوړول، د څېړنیزو فعالیتونو طرحه او پراختیا، او د نوې پوهې تولید دی. د کمپیوټر ساینس پوهنځی غواړي د خپل ماموریت او رسالت په پلي کولو سره خپل بنسټ د نړۍ د معیارونو لوړ پوړ ته ورسوي، او د بېلابېلو مهارتونو لرونکي وړ محصلان او استادان جذب کړي، ترڅو په پای کې خپل اساسي رسالت چې ټولنې ته خدمت کول دي، په غوره ډول ترسره کړي.

 د کمپیوټر ساینس پوهنځي بنسټیز ارزښتونه:

  • د سپېڅلي اسلام دین پر عقایدو او اصولو پابندي؛

  • د اسلامي او داخلي ارزښتونو رعایت او پابندي؛

  • د داخلي او نړیوالو علمي اړتیاوو پوره کول؛

  • په ټولو فعالیتونو کې د لوړو مسلکي معیارونو مراعات؛

  • د محصلانو، استادانو او کارکوونکو مسلکي پرمختګ ته ملاتړ؛

  • د نړيوالو همکاریو پراختیا؛

  • د خلاقیت او نوښت روحيې پیاوړتیا او نهادینه کول؛

  • د کیفیت لوړول، په داخلي کچه د اکاډمیک اعتبار ساتل او نړیوال اعتبار ترلاسه کول.

 

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: