لید لوری، مأموریت او موخې

ليدلوری:

د هېواد په کچه د شرعياتو پوهنځي موخه خلکو او ټولنې ته د پوهو، ماهرو او خدمتګارو کادرونو روزنه ده. په شرعياتو پوهنځي کې روزلي کادرونه په عدلي، قضايي، اداري او نورو اړوندو برخو کې خدمت کوي او عملاً د محلي، سيمه‌ييزې، ملي او ټولنيزې پرمختيا لپاره کار او خدمت کوي او د پوهنځي مرام رښتيا کوي.

په دې پوهنځي کې د اسلام د سپېڅلي دين ښوونو، پر ټولنه واکمنو نېکو اصولو، د هېواد لويو ګټو خونديتوب، د ملي يووالي ټينګښت، د شرعي پوهې د علمي او تطبيقي کمي او کيفي ودې ته په کتو په اکاډميک چاپېريال کې نړيوال منلي معيارونه، مسؤوليت منل، او لاندې اساسي ارزښتنونه په پام کې نيول کېږي:

  • د اسلام سپېڅلي دين پر ارزښتونو او ملي ارزښتونو باندې باور او درناوی يې؛
  • د شرعي مسلکي پوهې، د عدالت تعميم او قانونيت زيات او ښه ترويج؛
  • د دينپالنې، ملي وحدت، يوبل پالنې او د ټولنيز او سياسي ټيکاو د روحيې پياوړي کول او عامول؛
  • د ټولنې او کاري بازار له غوښتنو سره سم لوړکيفيته او معياري لوړې زده‌کړې؛
  • د مسؤوليت‌منلو او قانون‌منلو، روغې، اغېزناکې او کارنده ټولنې اصل پامنیوی.

:مأموریت

د کابل پوهنتون پراختيا او پرمختيا او ټولنې ته د مسلکي او متخصصو کادرونو اړتيا ته په کتو شرعياتو پوهنځي د قضا، څارنوالۍ، عدليې وزارت او دفاع وکالت برخو کې د کلونو کلونو علمي او اکاډميک فعاليت سربېره خپل فعاليت نورو برخو ته هم غځولی، د ټولنې اړتياوې د کادرونو په روزنې پوره کوي او خپلو سپېڅليو ښوونيزو موخو ته د رسېدو لپاره کار کوي.

موخې:

د هېواد په کچه د شرعياتو پوهنځی موخه خلکو او ټولنې ته د پوهو، ماهرو او خدمتګارو کادرونو روزنه ده. په شرعياتو پوهنځي کې روزلي کادرونه په عدلي، قضايي، اداري او نورو اړوندو برخو کې خدمت کوي او عملاً د محلي، سيمه‌ييزې، ملي او ټولنيزې پرمختيا لپاره کار او خدمت کوي او د پوهنځي مرام رښتيا کوي. د دې پوهنځي بنسټي موخې په لنډ ډول دا دي:

  • شرعي، فقهي او حقوقي پوهه زده کول؛ د اسلامي شريعت او د هېواد د نافذو قوانينو پر مفاهيمو سم پوهېدل.
  • د قرآن او سنتو د درست تفسير مهارت زده‌‌کول.
  • د قرآن کريم د تفسير، د احاديثو د تخريج او حنفي م‍ذهب په رڼا کې د فقهي مسائلو تحقيق او څيړنې مهارت زده کول.
  • د قضا، څارنوالۍ، حقوقي او شرعي سلاکارۍ او د عدليې وزرات اړوند اړين مهارتونه زده کول.
  • د هېواد د عدلي او قضايي نظام په لاښه‌کېدن کې له نظري او عملي تجربو کار اخيستل.
  • په بېلابېلو جزايي، مدني، کورنيو او سوداګريزو دوسيو کې د حکمیت اړوند مهارتونه زده کول.
  • د نويو قوانينو په جوړولو او تسويد او نورو تقنيني اسنادو کې د مهارتونو زده‌کړه.
  • د اسلامي شريعت او حنفي مذهب په رڼا کې د تقنيني اسنادو په ځينو مادو کې د زياتونې، تعديل او حذف د مواردو سم پېژندل.
  • د عدلي او قضايي نظام اړوندو څوکيو د لاسته‌راوړلو لپاره له اسلامي عقيدې، عدالت، اسلامي حقونو او ارزښتونو سره سم اخلاق، سيرت او عالي چلن زده‌کول.
  • په دعوت، کتاب، ليکنو، سيمينارونو او مرکو سره پر اسلامي شريعت او حنفي مذهب د وګړيو پوهول.
  • د ښوونيز نظام سمون او ښه‌کول.

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم