د پريکلینیک ډيپارټمنت

الف. پېژندنه:

د پريکلینک ډیپارټمنټ د وترنري طب اساسي مضامین لکه اناټومي، فزیولوجي، بیشیمي، طبي لاتین، هستولوجي او امبریولوجي په نظري او عملي توګه مخته وړي. دغه ډيپارټمنټ زیاتره د وترنري طب مخکښ مضمونونه تر خپل پوښښ لاندې راولي، د دې تر څنګ ډیپارټمنټ کولای شي په کادري روغتون په علمي برخه کې د فزیولوجيکي حیاتي پارامیترونه، بیوشیمیکي، هستولوجي او امبریولجي او د توپوګرافیک په جراحۍ کې د مخکښو مضامینو په توګه هم فعاله برخه واخلي. دغه ډیپارټمنټ لایق کادري علمي غړي لري، چې د دوکتورا او ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې یې کړې دي. د ډيپارټمنټ مضمونونه کولای شي د ګټې د سرچینې په توګه په دغه ډيپارټمنټ کې کلنیکي او عملي استفاده ولري. پر دې سربېره د اناتومۍ په مضمون کې ډيپارټمنټ د بېلابېلو څارویو د موډلونو په تیارولو کې ونډه لري. همدارنګه د علمي او عملي څېړنو له لارې ډيپارټمنټ د خصوصي او دولتي سکتور د ستونزو په حل کې رول درلودلای شي. ډيپارټمنټ په ټوله کې ۷۰۴ درسي ساعتونه لري، چې له دې جملې، ۴۹۹ هغه یې نظري یا لکچر او ۲۴۶ یې عملي دي. ددغې ډيپارټمنټ د علمي کادر غړي په ټولو علمي او څېړنیزو برخو او ټولنې ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې ژمن دي. ډيپارټمنټ د بسیاینې لپاره اړونده سکتورونو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د مضمونونو، مشورو ورکولو، د سروې د پروژو ترسره کولو، علمي او عملې څېړنو او زده کړه ییزو تربیوي پروګرامونو ډېرې لارې لري.

ب. د زده کړې هدفونه:

- محصلین د بدن د غړو د جوړښت له پېژندلو، حیاتي پارامترونو، د غړو په دندو پوهېږي.

- محصلین د آزمایښت له ډولونو، حیاتي پارامترونو له سنجولو او غړو له دندو سره پېژندګلوي حاصلوي.

- محصلین د حجرې جوړښت، نسجونو، د جنین د انکشاف د پړاوونو په اړه معلومات حاصلوي.

- محصلین د توپوګرافۍ او غړو د موقعیت له لارې معلومات نه ترلاسوي او علمي پوهه په لوړو کورسونو کې تطبیقوي.

۱. لیدلوری:

د پریکلینیک ډيپارټمنټ محصلین د وترنرۍ په مسلکي زده کړو کې په عالي سویه روزي او هغوی له مهارتونو سره یې بلدوي، ترڅو تحصیلي دوره په بریالیتوب پای ته ورسوي.

۲. ماموریت:

د پریکلینیک ډيپارټمنټ د باکیفیته تدریس د نوو او فعالو ډولونو له لارې، محصلین د ورځې د مسلکي او اړتیا وړ زده کړو په ترلاسه کولو د خدمت لپاره د هېواد د کار او پرمختګ بازار ته روزي.

۳. اساسي او بنسټي هدفونه:

د پریکلینیک ډيپارټمنټ لاندې اساسي او بنسټي هدفونه تعقیبوي:

. په نتیجه ولاړ، د محصل محوره او د ورځې د مسلکي زده کړو په ترلاسه کولو له لارې د محصلینو روزنه.

. د ډيپارټمنټ په اړوندو مضمونونو کې د مسلکي مهارتونو پیاوړتیا.

. دعلمي اولارښوونکوکانفرنسونود جوړولو له لارې دعلمي کادر دغړيو، تخنیکي کارکوونکو او محصلینو د ظرفیت لوړونه او د محصلینو لارښوونه.

. د تدریسي، څېړنیزو، خدمتونو وړاندې کولو، علمي او عملي ترفیعاتود چارو د مخته وړلو او د ډيپارټمنټ، پوهنځي او پوهنتون په علمي فعالیتونو کې ګډون.

. د داخلي، پوهنتون، سکتوري وزارتونو، خصوصي ادارو او متشبثینو په کمېټو کې فعال ګډون.

. په پوهنتون کې دننه او باندې له نورو مماثلو پوهنځیو او ډيپارټمنټونو سره هراړخیزه همکاري.

ج. هوکړه لیکونه:

د پوهنځي له هوکړه ليک پرته مستقل هوکړه لیک نه لري.

د) لابراتوارونه او زده کړییز وسایل:

ډيپارټمنټ د عملي زده کړو لپاره د بیوشیمي، فزیولوژي او اناتومي په وسایلو مجهز لابراتوارونه لري. د هستولوژۍ او امبریولوژۍ لابراتوارونه قسمآ فعال او وسایلو ته اړتیا لري. دعلمي کادر زیاتره غړي د عملي چارو د مخته وړلو لپاره د کیمیاوي موادو، ریجینتونو او روغتیایي توکو له کمښت سره مخ دي.

هـ. تحصیلي نصاب ( تخصصي مضامین)

 ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

 کريډيټ

 ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

 کريډيټ

1

د وترنرۍ اناتومي I

VS211

5

6

د وترنرۍ فیزلوژيII

VS412

2

2

دوترنرۍ اناتوميII

VS311

4

7

طبي لاتین

VS215

2

3

د وترنرۍ بیوشیميI

VS313

5

8

د وترنرۍ هیستولوژي او امبریولوژيI

VS214

5

4

د وترنرۍ بیوشیميII

VS413

3

9

د وترنرۍ هیستولوژي او امبریولوژيII

VS314

3

5

د وترنرۍ فیزیولوژيI

VS312

5

 

 

 

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم