د عمومي تاریخ ډيپارټمنټ

الف. معرفي:

دا ډيپارټمنټ په ۱۳۳۶ هجري لمریز کال کې د ادبیاتو او بشري علومو د پوهنځي په چوکاټ کې تاسیس شو او تر ۱۳۵۹ لمریز کال پورې د دغه پوهنځي په چوکاټ کې فعال و.

له ۱۳۵۹ کال راهیسې یې د تاریخ او فلسفې پوهنځي په چوکاټ کې د ژورنالیزم، توکم او فلسفې له ډيپارټمنټونو سره یو ځای فعالیت درلود او له ۱۳۷۱ لمریز کال څخه د عمومي تاریخ ډيپارټمنټ د فلسفې او ټولنپوهنې، لرغونپوهنې - انتروپولوژي او معاصر تاریخ سره یو ځای د ټولنیزو علومو په پوهنځي کې فعالیت لري.

په ۱۳۶۴ هجري لمریز کال کې د دې څانګې په چوکاټ کې د تاریخ د ماسټرۍ پروګرام پیل شو او تر ۱۳۷۰ هجري لمریز کال پورې یې دوام درلود، چې له بده مرغه له ۱۳۷۰ لمریز کال وروسته د دې څانګې د ماسټرۍ د پروګرام فعالیت ودرېد.

د عمومي تاریخ ډيپارټمنټ د شپې او ورځې دوې برخې لري، د کریډیټ له بشپړولو او د مونوګرافونو له لیکلو وروسته د شپې او ورځې محصلین د تاریخ په برخه کې د عمومي تاریخ برخې د متخصصینو په توګه ټولنې ته وړاندې کیږي، چې د عمومي تاریخ د څانګې اصلي موخه د ژمنو، پوهو او پر وطن مینو ځوانانو روزنه ده.

ب. موخې:

لیدلوری:

د داسې تعلیمي فرصتونو رامینځته کول، چې د عمومي تاریخ په برخه کې د زده کونکو پوهه، چلند او مهارتونه له خورا لوړ کیفیت څخه برخمن شي. په دې برخه کې به د عمومي تاریخ ډيپارټمنټ له خلاقه اند سره مل د څېړنې او تدریس پر مټ د نوښتګرو، ژمنو او مسولیت منونکو انسانانو د روزنې په لټه کې وي.

مأموریت:

د عمومي تاریخ په ډګر کې داسې تعلیمي فرصتونو رامنځته کول، څو محصلین د تاریخ په برخه کې له خورا لوړې پوهې او ظرفیت څخه برخمن شي. په دې برخه کې به د عمومي تاریخ ډيپارټمنټ له خلاقه اند سره مل د څېړنې او تدریس پر مټ د نوښتګرو، ژمنو او مسولیت منونکو انسانانو د روزنې په لټه کې وي.

اساسي موخې:

د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو د پوهنځي په چوکاټ کې د عمومي تاريخ ډيپارټمنټ د جوړېدو موخه د هېواد د تاريخ مطالعه او څېړنه، د ملي عنعناتو او وياړونو ژوندي ساتل او د دې خاورې له وياړونو سره اشنايي.

دا ډيپارټمنټ د وطن د بچو د روزلو او د خپلو نيکونو د تاريخ او وياړونو د ورپيژندلو او د مسؤله، با احساسه او پوهو خلکو د روزلو لپاره ده، څو د وطن د بچيانو او د ګرانې خاورې په ساتنه کې مثبت رول ولوبوي.

په دې ډيپارټمنټ کې اوس هم هڅې روانې دي، چې ځوانان د تاریخ په علومو پوره پوه او له هغه سره اشنا شي. په پای کې، د دې څانګې موخه د تاریخ د علم بډایه کول او د دې څانګې زده کونکو ته د تاریخ علم معرفي کول دي.

پر بنسټي موخو سربیره، دا ډيپارټمنټ لاندې موخې هم لري:

  1. د تاریخ د علم د تدریس او څیړنې لپاره د متخصص پرسونل روزنه.
  2. راتلونکو نسلونو ته د هیواد د تاریخ په ورپیژندلو سره د ملي روحیې رامینځته کول.
  3. د هیواد د تاریخي ارزښتونو او تاریخي زېرمو د ساتلو لپاره د فعاله شخصیت لرونکو ځوانانو روزنه.
  4. د هغو کسانو روزنه چې د یو بل منلو روحیه او پراخ لید ولري.

د. تحصیلي نصاب (ډيپارټمنټ وال مضامین)

 ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

 کريډيټ

 ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

 کريډيټ

۱

د شرق د تمدن تاریخ

SsH16

۳

17

د اسیایي هیوادونو تاریخ

SsH43

۲

۲

د افغانستان لرغونی تاریخ

SsH25

۲

۱۸

د اروپا تاریخ

SsH44

۳

۳

د غرب د تمدن تاریخ

SsH26

۳

۱۹

د اسلام د تمدن تاریخ

SsH45

۲

۴

د افغانستان تاریخ

SsH32

۳

۲۰

په تاریخ کې د څېړنې لارې چارې

SsH46

۳

۵

د اسیایي هېوادونو تاریخ

SsH33

۳

۲۱

د افغانستان تاریخ

SsH61

۳

۶

د اورپا تاریخ

SsH34

۲

۲۲

سیاسي او اقتصادي جغرافیه

SsH62

۳

۷

دافغانستان تاریخ

SsH51

۲

۲۳

د اسیايي هیوادونو تاریخ

SsH63

۳

۸

د افغانستان د تاریخ زېرمې

SsH52

۳

۲۴

د اورپا تاریخ

SsH64

۳

۹

د اسیایی هېوادونو تاریخ

SsH53

۳

۲۵

د اسلام د تمدن تاریخ

SsH65

۴

۱۰

د اوروپا تاریخ

SsH54

۳

۲۶

د افغانستان تاریخ

SsH72

۲

۱۱

د هنر تاریخ

SsH55

۳

۲۷

د منځني ختیځ تاریخ

SsH73

۲

۱۲

د ایرران معاصر تاریخ

SsH73

3

۲۸

د افریقا تاریخ

SsH74

۲

۱۳

د روسیې معاصر تاریخ

SsH74

۳

۲۹

د اورپا تاریخ

SsH75

۲

۱۴

د هند د نیمې وچې تاریخ

SsH75

۲

۳۰

د لرې ختیځ تاریخ

SsH77

۲

۱۵

د اسیا د سویل ختیځ تاریخ

SsH77

۲

۳۱

د امریکا د متحده ایالتونو تاریخ

SsH79

۳

۱۶

د افغانستان تاریخ

SsH42

۳

32

مونوگراف

SsH79

۳

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم