د روغتیا ساتنې او د غذايي موادو د تکنالوژۍ دیپارتمنت

الف. پېژندنه:

د روغتیايي خوندیتوب او خوړو د ټکنالوژۍ ډيپارټمنټ د ټکنالوژي، د خوړو د روغتیايي خوندیتوب او د خوړنتوکو د تحلیل او عدلي طب په برخه کې نظري او عملي درسونه پر مخ بیايي.نوموړی ډيپارټمنټ د خصوصي او دولتي سکتور لپاره د مجهزو او کارېدونکو لابراتوارونو درلودونکې دا ډيپارټمنټ په ټوله کې 384 درسي ساعتونه لري، چې د هغو له ډلې څخه یې 224 نظري یا لکچر او 160 ساعتونه یې عملي دي. د دې مضمونونو پر مټ د وترنري محصلین د خوړنتوکو له تولید، پروسس، ساتنې او کنټرول سره بلدېږي.

دا ډيپارټمنټ له عامې روغتیا وزارت، کرنې او مالدارۍ، نورم او سټندرډ ادارې، د حیواني خوړنتوکو کنټرول او کیفیت ادارې، د سوداګرۍ له وزارت، د خصوصي متشبثینو له ادارو او سازمانونو او نورو سکتورونو سره په ګډه د کار وړتیا لري. یاد ډيپارټمنټ له پورته یادو ادارو او سازمانونو سره په اړوندو چارو کې همکاري کوي. همداراز په مارکېټونو کې د خوړنتوکو د خوندیتوب په اړه د مشورو ورکولو، په نړیواله کچه د معیارونو د ټاکنې او د خوړو په برخه کې کار کوي او د ستونزو د پېژندلو او له څېړنیزو لارو چارو په ګټې اخیستنې په اړوندو برخو کې پرتې ستونزې حل کوي.

د دې ډيپارټمنټ ډېره وړتیا د روغتیايي خوندیتوب او د خوړن توکو د ټکنالوژۍ او عدلي طب په برخه کې ده. ډيپارټمنټ هڅه کوي، چې د خوړو معیارونه له علمي اړخه وټاکي. یاده ډيپارټمنټ د ماسټري او دوکتورا په کچه د وړ او تکړه کادرونو درلودونکې ده. یاده ډيپارټمنټ د اړوندو سکتورونو د د هغو کمېټو غړیتوب لري، چې د نوموړي ډيپارټمنټ د مضامینو اړوندې وي. د دې ډيپارټمنټ علمي کادرونه په دولتي او خصوصي سکتور کې پاموړ رول لري. ډيپارټمنټ په ټولو علمي، څېړنیزو برخو او د خدمتونو په وړاندې کولو کې ټولنې ته ژمنه ده. ډيپارټمنټ د پرځان‌بساینې لپاره وړ خدمتونه وړاندې کوي او علمي څېړنې تر سره کوي.

ب. تحصیلي موخې:

- محصلین د روغتیايي خوندیتوب او د خوړنتوکو ټکنالوژي د مضمونونو د کورسونو په مرسته کولای شي د خوړنتوکو روغتیايي خوندیتوب او څرنګوالي معلومول.

- د خوړو د خرابېدو د لاملونو تشخیص او روغتیايي معیارونو پېژندل.

- محصلینو ته د ازمایښتي لارو په واسطه د تشخیصي پارامترونو سنجول ورزده کول، عملي لارې چارې او په خوړو کې له تقلب کارۍ سره د بلدۍ لارې چارې ورښودل.

- محصلین د خوړو د ټاکنې او کنټرول مهارتونه زده کوي او هغه عملا تطبیقوي.

- محصلین له ازمویښتي تشخیصي تګلارو، د ناروغي زېږو لاملونو، د خوړو د بهیر له کنټرول او په خوړو کې د تقلب د مخنیوي په اړه معلومات حاصلوي او په ساحه کې علمي لارې چارې عملي کوي.

1. نظریه:

د روغتیايي خوندیتوب او خوړو د ټکنالوژۍ ډيپارټمنټ د وترنرۍ په برخه کې مسلکي مهارتونه او زده کړې په لوړو معیارونو تدریسوي، همداراز محصلینو ته زمینه برابروي، چې خپلې څېړنې په ښه توګه تر سره کړي، تر څو ټولنې ته وړ او غوره خدمتونه وړاندې کړي.

2. دنده:

د روغتیايي خوندیتوب او خوړو د ټکنالوژۍ ډيپارټمنټ د فعالو تګلارو په واسطه باکیفیته تدریس وړاندې کوي. یاده ډيپارټمنټ هڅه کوي، چې د محصل محورۍ د پایلو پر بنسټ په هېواد کې د کار او بازار پراختیا زیاته کړي او په اړونده برخه کې هېوادوالو ته لا ډېر خدمتونه وړاندې کړي.

3. د تګلارې اساسي موخې:

د روغتیايي خوندیتوب او خوړو د ټکنالوژۍ ډيپارټمنټ لاندې اساسي موخې لري:

  • معیاري او باکیفیته زده‌کړې، چې د مسلکي زده‌کړو په موخه پر محصل محورۍ ټینګار کوي.
  • د څانګې د اړوندو مضمونونو د مسلکي مهارتونو پیاوړتیا.
  • د علمي کنفرانسونو، سیمینارونو او لارښوونو په واسطه د علمي کادرونو، تخنیکي کارکوونکو او محصلینو د وړتیاوو لوړول.
  • د ښوونیزو او څېړنیزو چارو پر مخ بیول؛ د خدمتونو وړاندې کول؛ پر علمي ترفیعاتو کار او د پوهنتون او پوهنځي په علمي فعالیتونو کې برخه اخیستل.
  • د پوهنتون، سکتوري وزارتونو، خصوصي او متشبثینو په کمېټو کې فعاله ونډه.
  • په پوهنتون کې د ننه او له پوهنتون څخه بهر له ټولو څانګو څخه هراړخیزه همکاري.

ج. هوکړه لیکونه:

د پوهنځي له هوکړه ليک پرته مستقل هوکړه لیک نه لري.

هـ. لابراتوارونه او ښوونیز تجهیزات:

ډيپارټمنټ د کاري وړتیاوو په ترڅ کې د پلي کوونکو او تشخیصي لابراتوارونو درلودونکې ده، چې پر مټ یې عملي چاري تر سره کېږي.

د ټکنالوژي او خوړنتوکو د روغتیايي خوندیتوب لابراتوارونه فعال دي او د عملي چارو د ترسراوي لپاره لازم وسایل پکې شته؛ خو دا لابراتوارونه لا ډېرو توکو او وسایلو ته اړتیا لري، چې د کمښت له امله یې اوس هم زیات علمي کادرونه په علمي څېړنو کې د کېمیاوي موادو، ریجنټونو او خوندیتوب د لازمو موادو له کمښت سره مخ دي.

د. تحصیلي نصاب (تحصصي مضامین)

443

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم