د انتروپولوژي او لرغونپوهنې ډيپارټمنټ

الف. معرفي:

د ټولنيزو علومو پوهنځي د انتروپولوژي او لرغونېژندنې ډيپارټمنټ په ١٣٦٢ کال کې د ټولنې د اړتياوو او د تېر تاريخ او فرهنګ د پوهې او همدارنګه د افغاني ټولنې د لرغونو اثارو د پېژندنې په موخه رامنځته شوه.

د دې څانګې نصاب د وخت له غوښتنو سره سم څو څو ځله تعدیل شوی، لومړی په ۲۰۱۵ کال کې د یو شمېر بهرنیو او داخلي استادانو په مشوره تعدیل شو چې یو شمېر نور تخصصي او مسلکي موضوعات یې په نصاب کې شامل کړل او په ۲۰۱۸ کال کې یې ځینې نور بدلونونه هم پکې راوستل. اوس مهال په نصاب کې د کاري اړتیاوو او د OBE سیسټم په اړه بنسټي بدلونونه راغلي دي.

افغانستان د یوه اوږده تاریخ درلودونکی هیواد دی، چې د کلونو په اوږدو کې یې ارزښتمنې مادي او معنوي کلتوري زیرمې په ځای پریښې دي، چې د نړۍ پام یې ځان ته را اړولی.

ب. موخې:

1 .لیدلوری:

د داسې تعلیمي فرصتونو رامینځته کول، چې د انتروپولوژي او لرغونپوهنې په برخه کې د زده کونکو پوهه، چلن او مهارتونه له خورا لوړ کیفیت څخه برخمن شي. په دې برخه کې به د انتروپولوژي او لرغونپوهنې څانګې له نوښتګر اند سره مل د څېړنې او تدریس پر مټ د نوښتګرو، ژمنو او مسولیت منونکو انسانانو د روزنې په لټه کې وي.

2 .مأموریت:

د انتروپولوژي او لرغونپوهنې په برخه کې د علمي او عملي مهارتونو د پراختیا لپاره د لارو چارو رامینځته کول څو د انتروپولوژي او لرغونپوهنې په برخه کې د ځانګړو پروګرامونو له لارې ژمن، نوښتګر او وړ محصلین وروزل شي، څو د انتروپولوژي او لرغونپوهنې په برخه کې متخصص انساني ځواک چمتو کړي.

3 . اساسي موخې:

انتروپولوژي او لرغونپوهنه د ټولنیزو علومو له هغو ډيپارټمنټونو څخه دي چې له پخوا تر نن د انسانانو د ژوند کړه وړه او فرهنګ مطالعه کوي چې له جغرافیوي پلوه د ځمکې ټولې هغه برخې چې انسانان پکې استوګن دي په خپله غېږه کې لري.

  1. په یادو ډيپارټمنټونو او تخصصونو کې د لیسانس زده کونکو روزل د دې څانګې له بنسټیزو موخو څخه دي.
  2. د لومړنیو فرهنګونو پېژندنه او فرهنګي بدلونو ته په کتو سره د هغه وخت د خلکو لاسته راوړنې.
  3. د نړۍ د توکمونو او په ځانګړې توګه د افغانستان؛ چې بېلابېل قومونه لري، د افغاني ټولنې د پېژندنې لپاره ښه بنسټ دی.
  4. د کلتوري میراثونو پېژندل او په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو پرمختګونو کې د هغه ونډه؛
  5. د نړۍ او افغانستان د پخوانیو تمدنونو او مدنیتونو پېژندنه.
  6. د لرغونو دورو پېژندنه، د ژوند څرنګوالی، باورونه او د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د اړیکو درلودل.
  7. نړیوالو ته د هغوی د رامنځته شویو میراثونو په مرسته د افغانستان د اصلي او سنتي ټولنې معرفي کول.

ج. تحصیلي نصاب (تخصصي یا ډيپارټمنټ وال مضامین)

999

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم