د ارتباطاتو د مطالعې ډيپارټمنټ

الف. پېژندنه:

د ارتباطاتو د مطالعې ډيپارټمنټ پر ۱۳۸۷هـ ل د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته شو، چې د ارتباطاتو په برخه کې خورا پرمختللی تحصیلي نصاب لري.

ب. موخې:

د دې ډپیارټمنټ د رامنځته موخه د مسلکي او علمي زده کړو د کیفیت لوړونه، کارپنځونه، په اوږده مهال د کاري تخصصي وړتیاو وده او په ملي او نړیواله کچه د ارتباطاتو په برخه کې د اړتیاوو پوره کول دی.

۱. لیدلوری:

د ارتباطاتو د مطالعې ډيپارټمنټ بېلابېلې موخې لري، د دې ډیپارټمنټ فارغان په خصوصي او دولتي شرکتونو او مؤسسو کې کار کولای شي، په هره اداره کې د ارتباطاتو تنظیم او انکشاف یو اړینه چاره ده. بېلابېلې ادارې د خپلو ارتباطاتو د تنظیم لپاره متخصصو کارکوونکیو ته اړتیا لري چې له نورو ادارو سره یې اړیکې تنظیم کړی. په دې ډيپارټمنټ کې په تخصصي او مسلکي زده کړو سره فارغان دا وړتیا پیداکولا شي چې د کار په برخه کې ښه وځلېږي، له بېلابېلو ننګونو سره مبارزه وکړي او د ارتباطي مفاهیمو په ژور درک سره په اړوند مؤسسو کې ښه خدمات ترسره کړای شی او ځانته له کاري او فرهنګي پلوه یو ښه او مناسب چاپېریال برابر کړي.

۲. دنده:

د ارتباطاتو د مطالعې ډيپارټمنټ د تدریس د معیاري امکانانو په مټ د دې برخې ژمنو او مستعدو محصلینو ته د ښې زده کړې اسانتیاوې برابروي. د خپلو محصلینو د وړتیا په لوړونه کې البته له مارکیټ سره اوږه په اوږه د ټولنې د اړتیاو د پوره کونې لپاره اغېزناګ ګامونه پورته کوي، چې په پایله کې به یې په ملي او نړیواله کچه لایق اوکارپوه کادرونه وړاندې کړي.

۳.ارزښتونه:

  • د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي، کابل پوهنتون او د لوړو زده کړو د تګلارو، قوانینو او پالیسیو پامنیوی.
  • پر ورځینو معیارونو د برابرو محصلینو او مسلکي کسانو روزنه.
  • د ډيپارټمنټ د استادانو او محصلینو د ټولو علمي- څېزنیزو چارو ملاتړ.
  • د ډيپارټمنټ د غړو او محصلینو تر منځ د علمي، تدریسي او څېړنیزو چارو پر مهال د صداقت، اخلاقو او ژمنتیا پیاوړي کول.
  • د تدریس پر مهال د اطلاعاتي او ټکنالوژيکي پرمختیاوو څخه استفادې، کریډيټ او کیفیت لوړونې ته ځانګړې پاملرنه
  • د استادانو او محصلینو د مسلکي او علمي مهارتونو لوړونه
  • د ارتباطاتو په برخه کې د څېړنې د نویو اصولو او لارو چارو د مهارتونو زده کړه.

د هېوادپالنې د روحیې د پراختیا په میله د ټولو انساني، ملي او اسلامي ارزښتونو پامنیوي او د هر ډول ژبنیو، قومي او بېلتونپالو هڅو پر خلاف مبارزه د دې ډيپارټمنټ په اساسي ارزښتونو کې راځي.

د. تحصیلی نصاب (تخصصي مضمونونه)

ګڼه

د مضمون نوم

کوډ نمبر

کریډیت

ګڼه

د مضمون نوم

کوډ نمبر

کریديټ

1

ارتباطاتو ته کتنه

C&J115

۳

20

رسنیز سواد

C&J550

۳

2

ارتباطات او انساني اړیکې

C&J17

۲

21

ارتباطات او شخړه

C&J551

۳

3

وګړمنځي ارتباطات

C&J18

۲

۲۲

کمپیوتر

C&J552

۲

4

د کوچنیو ډلو لارښوونه

C&J19

۳

۲۳

روزنیز ارتباطات

C&J655

۲

5

څېړندود

C&J224

۳

۲۴

ګڼ رسنیز ارتباطات

C&J656

۳

6

د اطلاعاتو او ارتباطاتو نوې ټکنالوژي

C&J225

۲

۲۵

په سازمانونو کې مدیریت، رهبري او قدرت

C&J657

۳

7

ټولنیزه هڅونه

C&J226

۲

۲۶

پراختیايي ارتباطات

C&J659

۴

8

کلتور منځي اترباطات

C&J227

۳

۲۷

مخاطب پېژندنه

C&J763

۳

9

کمپیوتر

C&J228

۲

۲۸

د ارتباطاتو نظريې

C&J764

۲

10

احصاییه

C&J334

۲

۲۹

سازماني ارتباطات

C&J765

۳

11

ناژبني ارتباطات

C&J335

 

۳۰

رسنیز کمپین

C&J766

۳

12

روغتیايي ارتباطات

C&J336

۳

۳۱

کار زده کړه

C&J767

۲

13

کره کتنه

C&J439

۳

۳۰

د کړکېچ ارتباطات

C&J870

۲

14

خبرلیکنه

C&J442

۳

۳۳

ډله ییز کار او اسانچاري

C&J871

۲

15

مرکه او استدلال

C&J44

۳

۳۴

د ارتباطاتو قانون

C&J872

۲

16

د ویناوالي بنسټونه

C&J45

۲

۳۵

مونوګراف

C&J873

۶

17

ویب پلټنه

C&J46

۲

۳۶

کار زده کړه

C&J874

 

18

ارتباطات او جنؤر

C&J547

۲

۳۷

 تخصصي انګلیسی

C&J875

۲

۱۹

مرکه

C&J548

۳

 

 

 

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم