اوسنی حالت
د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز د کابل پوهنتون د ریاست په انګړ کې په یوه مناسبه او نسبي معیاري ودانۍ کې فعالیت کوي. په دې ودانۍ کې شپږ عصري دفترونه، د کمپیوټر مجهز لابراتوار، فعال سرور روم او د غونډو ځانګړی تالار شتون لري.
د یاد مرکز کمپیوټري لابراتوار په ۳۲ پایه کمپیوټرونو، غږیز سیسټم، پروجکټورونو، میزونو، څوکیو او نورو اړینو تجهیزاتو سمبال دی، چې د محصلینو، استادانو او کارکوونکو لپاره د انټرنېټي او کمپیوټري خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابروي.
د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت مسلکي کادرونه لري چې د معلوماتي ټکنالوژۍ د خدمتونو وړاندې کولو، د پوهنتون په کچه د ټکنالوژۍ د اسانتیاوو برابرولو، او همدارنګه د محصلینو، استادانو او کارکوونکو د تخنیکي ظرفیت لوړولو په برخه کې فعاله ونډه لري.