د کابل پوهنتون د حیواني محصولاتو د تولید په برخه کې د ځان بساینې د پلان جوړولو ورکشاپ دائر شو

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۰ - ۹:۳۳
11

ددغه دوه ورځني ورکشاپ موخه  چې د وترنري علومو پوهنځي او د پوهنتون د علمي څېړنو د آمریت په همکاری جوړ وو د هېواد د حیواني محصولاتو په تولید کې پر ځان بسیا کول دي، چې د کرنې او مالیې وزارتونو، عامې روغتیا، تجارت، د کلیو پراختیا، چاپېریال، احصایې او معلوماتو، ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، اقتصاد او ملي ادارې استازو په کې  ګډون کړی وو د روان کال د تلې میاشتې په ۱۸ مه نېټه  د دوشنبه په ورځ دائر شو.

د دغه ورکشاپ د مراسمو په پیل کې د پوهنتون د عملي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند محمد شفیع شریفي” د حیواناتو د خوراکي توکو د تولید او د بې وزلۍ په کمولو کې د افغانستان د ځان بساینې رول“  په اړه خبرې وکړې او د مېلمنو له راتګ او د یاد ورکشاپ له جوړونکو یې مننه او قدردانی وکړ.

پوهاند شریفي وویل: هر کال په ملیونونو ډالر د څارویو د خوراکي توکو د پېرلو په خاطر بهر ته ځي، موږ باید د هېواد د ننه د دغو محصولاتو د تولید لپاره یو پلان جوړ کړو څو له یوې خوا د پانګې د وتلو مخه ونیول شي او له بلې خوا په هېواد کې عایدات زیات او د کار زمینه براره وي.

ورپسې د علمي څېړنو آمر ښاغلي پوهنمل محمدولي سالاري د سکتوري اداراتو لپاره د څېړنیزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ددغه مرکز د فعالیتونو او ظرفیتونو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې دا مرکز د ټولو په خدمت کې دی او ټولو بهرني او کورني بنسټونو ته په علمي او څېړنیزو مسایلو کې همکاری ته چمتو دی.

دغه راز د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهنوال اسد الله صمدي د مالدارۍ او حیواني تولیداتو د اوسني وضعیت په اړه خپل پرېزنټېشن وړاندې کړ او پدې برخه کې یې د داخلي پانګونې غوښتنه وکړه.

د اجنډا له مخې، د ورکشاپ د ګډون کوونکو څانګو استازو هر یو په ټاکل شویو موضوعاتو خبرې وکړې او د کابل پوهنتون ددغه پلان د هرکلي ترڅنګ یې د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

د ورکشاپ په پای کې ګډونوال په فرعي ګروپونو ووېشل شول تر څو د څارویو د خوراکي محصولاتو په برخه کې د افغانستان د خود کفایۍ ( ځان بساینې ) په اړه خبرې وکړې او له ډېرو بحثونو وروسته یې ددغه پلان د غني کېدو په اړه خپل نظریات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر سرلیک لاندې علمي سيمينار دائر شو

د شرعیاتو پوهنځي لخوا د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر عنوان لاندې علمي سيمينار ترسره شو، چې په کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤولينو، د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: