په فارمسي پوهنځي کې د غذایي توکو او درمل ملي ادارې لخوا رالېږل شویو فارمسیوتیکي محصولاتو د کیفیت کنټرول آزموینې پرانیسته وشوه.

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۶ - ۱۱:۴۰
357

د ریاست الوزراء درانه مقام د فرمان له مخې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د ثور د میاشتې په ۲۴ نیټه د پنجشنبې په ورځ د کابل پوهنتون فارمسي  پوهنځي کې د غذایي توکو او درمل ملي اداري لخوا رالیږل شویو فارمسیوتیکي محصولاتو د کیفیت کنترولو آزموینې پرانسیته وشوه. د غونډې پرانېستې  مراسمو کې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز، او د فارمسي پوهنځي استادانو ګډون درلود.

د فارمسي پوهنځي رئیس پوهنوال آقامحمد ژکفر د پوهنتون رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ ددوی له ملاتړ څخه چې د فارمسي پوهنځي د عایداتي پلانونه یې د ریاست الوزراء تر مقام پورې ورسول مننه وکړه او د پوهنځي استادانو او محصیلنو سره یې خوراکي توکو او درمل ملي ادارې فارمسیوتیکي محصولاتو د کیفیت ارزونې آزموینې او د هغه په علمي او مالي ګټو په اړه یې مفصل معلومات شریک کړل.

هغه زیاته کړه، په راتلونکي کې هڅه کوي، چې د زرقي محصولاتو تعقیم او پایروجن، د نباتې محصولاتو او د مایکروبیولوژي ځانګړي آزمویښتونه هم په پوهنځي کې ترسره کړي، چې په دې برخه کې زیات کار ترسره شوی دی.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دوکتور اسامه عزیز د فارمسي پوهنځي دغه نوښت وستایه او دا یې د دغه پوهنځي د استادانو او رهبرۍ د هڅو پایله وبلله. هغه زیاته کړه، پوهنتون باید یوازې تر نظري مسایلو پورې محدود نه وي او محصلینو ته باید د عملي کار زمینه برابره شي. همدارنګه دکتور عزيز زياته کړه، چې د سږني کال په بودجه کې يې د لابراتوارونو په ځانګړي ډول د فارمسي پوهنځي د لابراتوارونو تمويل او تجهيز ته پوره پاملرنه کړې ده.

د غونډې په پای کې د فارمسي پوهنځي استادانو د خوراکي توکو او درمل ملي ادارې له لوري د رالیږل شویو درملو د کیفیت د کنټرول عملي آزموینه ترسره کړه، چې د پوهنتون د رئیس له خوا یې ستاینه وشوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: