لید لوری، مأموریت او موخې
د کابل پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځی موخه لري چې په کورني او نړیواله کچه د ټکنالوژۍ د زده کړو او څېړنو په برخه کې یو مخکښ بنسټ وپېژندل شي، او داسې متخصصین وروزي چې له علمي، عملي مهارتونو او نوښتونو څخه په برخمنېدو سره د ټولنې او کار بازار اړتیاوو ته ځواب ویلی شي او د نړیوالې ټکنالوژۍ په پرمختګ کې مهم او اغېزمن رول ولوبوي.
ماموریت:
د کمپیوټر ساینس پوهنځي ماموریت د محصلانو د زدهکړې د کچې لا لوړول، د څېړنیزو فعالیتونو طرحه او پراختیا، او د نوې پوهې تولید دی. د کمپیوټر ساینس پوهنځی غواړي د خپل ماموریت او رسالت په پلي کولو سره خپل بنسټ د نړۍ د معیارونو لوړ پوړ ته ورسوي، او د بېلابېلو مهارتونو لرونکي وړ محصلان او استادان جذب کړي، ترڅو په پای کې خپل اساسي رسالت چې ټولنې ته خدمت کول دي، په غوره ډول ترسره کړي.
د کمپیوټر ساینس پوهنځي بنسټیز ارزښتونه:
-
د سپېڅلي اسلام دین پر عقایدو او اصولو پابندي؛
-
د اسلامي او داخلي ارزښتونو رعایت او پابندي؛
-
د داخلي او نړیوالو علمي اړتیاوو پوره کول؛
-
په ټولو فعالیتونو کې د لوړو مسلکي معیارونو مراعات؛
-
د محصلانو، استادانو او کارکوونکو مسلکي پرمختګ ته ملاتړ؛
-
د نړيوالو همکاریو پراختیا؛
-
د خلاقیت او نوښت روحيې پیاوړتیا او نهادینه کول؛
-
د کیفیت لوړول، په داخلي کچه د اکاډمیک اعتبار ساتل او نړیوال اعتبار ترلاسه کول.