زموږ په اړه پوه شی
ګران افغانستان چې بډای کلتور او اوږد زرین تاریخ لري، د کابل پوهنتون بنسټ پکې د ۱۳۱۱هـ ل د لړم په میاشت کې د طب پوهنځي په جوړېدا سره کېښود شو. طب پوهنځي تر ۱۳۶۰ هـ ل د کابل پوهنتون برخه وه چې د ریاست چارې یې یوه ترکي پروفیسر ډاکټر رفیقي کامل بیګ پرمخبیولې او لومړني محصلین یې د کابل ښار د لېسو اته تنه فارغان وو. هغه مهال د طب پوهنځي لپاره ودانۍ او تر څنګ یې علي اباد روغتون جوړ شول.
د کابل پوهنتون د اوسنۍ محوطې بنسټ هم د طب پوهنځي له ودانې کېښود شو، ورپسې د ۱۳۱۷هـ ل د تلې پر یوولسمه د حقوقو او سیاسي علومو د اکاډمۍ په نامه دحقوقو پوهنځی تاسیس شو، چې د کابل ښار د لېسو د دولسمو ټولګیو پنځه فارغان پکې په تحصیل بوخت شول. تر حقوقو وروسته پر ۱۳۲۱ هـ ل ساینس پوهنځی رامنځته شو چې ۱۶ محصلینو پکې زده کړې پیل کړې. پر ۱۳۲۳ هـ ل د ادبیاتو چې وروسته د ادبیاتو او بشري علومو په نامه او اوس د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په نامه یادېږي د لسو محصلینو په درلودا سره پیل شو.
د ۱۳۲۵ هـ ل په وري کې څلور واړه پوهنځي د باچا اعلیحضرت محمدنادرشاه د یوه فرمان له مخې کابل پوهنتون کې شامل کړای شول چې ریاست یې د ډاکټر عبدالمجید پر غاړه و. له دې سره سم ورته «د کابل پوهنتون قانون» په نامه قانون هم تدوین شو چې په اوومه ماده کې یې راغلي وو.« پوهنتون د حقوقي شخصیت درلودونکی دی، چې نماینده ګي یې د پوهنتون د رییس پر غاړه ده او له مالي او اداري پلوه مستقل او محامخ د پوهنې وزارت ته مسؤول دی»
. کابل پوهنتون ته هله پام ورواوښت چې پر ۱۳۳۵هـ ل د سردار محمد داوودخان د صدارت پر مهال د افغانستان لومړنی پنځکلن اقتصادي پلان د دې پوهنتون د استادانو په مرسته طرح او د کاغذ پر مخ راوړل شو، چې له مخې یې کابل پوهنتون هم یو پنخکلن پرمختیايي پلان طرح او د دولتي چارواکو تاییدې یې پرې ترلاسه کړه.
له ۱۳۳۰هـ ل څخه تر ۱۳۴۰هـ ل پورې کلونه د کابل پوهنتون د پراختیا لسیزه بلل کېدای شي، پر ۱۳۳۰ هـ ل کال پکې په اسلامي زده کړو د سمبال ځوانانو د رزونې لپاره دشرعیاتو پوهنځی تاسیس شو، چې په دارالامان کې یې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي تر څنګه د شپاړسو محصلینو په درلودا پیل وکړ. پر ۱۳۳۳هـ ل د ښوونې او روزنې او پر ۱۳۳۵ هـ ل د کرنې او انجینیرۍ پوهنځي جوړ شول چې پر ۱۳۴۲ هـ ل د کرنې او انجینیرۍ پوهنخي د کرنې او انجنیري په دوو جلا پوهنځيو ووېشل شو.
پر ۱۳۴۰ هـ ل د حیواني طب، مالدارۍ د چارو، د څارویو له ناروغیو سره د مجادلې او حیواني سرچینو لرونکیو خوراکتوکو د کنټرول په برخه کې د ځوانانو د روزنې په موخه د وترنری علومو پوهنځی تاسیس شو، چې ۶۰ محصلینو پکې مسلکې زده کړې پیل کړې.
پر ۱۳۳۶ هـ ل په هېواد کې د اقتصادي برخې د مخ په زیاتېدونکې اړتیا له کبله د دې رشتې د مسلکي کسانو د روزنې په موخه د اقتصاد عالي انسټیټیوټ جوړ شو، چې پر ۱۳۳۷ هـ ل د اقتصاد پوهنځي ته لوړ او د کابل پوهنتون په تشکیل کې له نورو پوهنځیو سره یو ځای شو. دا لړۍ ونه درېده بلکې په کابل پوهنتون کې د عالي زده کړو مؤسسې یو په بل پسې جوړېدې چې ورسره دې علمي بنسټ هم ورځ تر بلې پراختیا موندله. پر ۱۳۳۶هـ ل په طب پوهنځي کې د ښځینه وو برخه پرانیستل شو چې ورسره ښځینه محصلینو هم د لوړو زده کړو مؤسسو ته لار ومونده. پر ۱۳۳۸ هـ ل د درملسازۍ په برخه کې د اړتیا د پوره کونې لپاره د فارمسۍ پوهنځی پرانیستل شو.
د یادونې وړ ده چې د ۱۳۴۲ په تله کې د پوهنې او کانونو او صنایعو وزارتونو په دویم پرمختیايي پلان کې د پولیتخنیتک انسټیټیوټ جوړل هم په پام کې نیول شوي وو، هم کابل پوهنتون ته وسپارل شو. د نوموړي انسټیټیوټ موخه په ښاري و صنعتي ودانیو، سرکونو، بندونو، کانالونو، ویالو، د تېلو او ګازو د کانونو او نویو تخنیکي او کیمیاوي برخو کې مسلکي انجینیرانو روزنه وه چې پر ۱۳۴۸هـ ل د نوموړي انسټيټیوټ لپاره د جلا ودانۍ تر جوړېدا وروسته په رسمي ډول پرانیستل شو.
پر ۱۳۵۸ هـ ل له ادبیاتو او بشري علومو څخه د جغرافیې او د علومو له پوهنځي څخه د جیولوجي او میټرولوجي د ډيپارټمنټونو په جلا کېدو د دواوړ له مجموعې څخه د ځمکپوهنې نوی پوهنځی جوړ شو. همدارنګه د تاریخ، ژورنالېزم او ټولنیزو علومو له مجموعې څخه د ټولنیزو علومو په نامه نوی پوهنځی رامنخته شو. پر ۱۳۶۵هـ ل د ژورنالېزم ډيپارټمنټ له ټولنیزو علومو څخه جلا او د یوه مستقل پوهنځي په توګه تاسیس شو.
پر ۱۳۸۸هـ ل د لوړو زده کړو وزارت د مخکیني ستراتیژیک پلان له مخې د کابل پوهنتون په تشکیل کې د کمپوټر سانیس پوهنځی جوړ شو چې په دې برخه کې پرتو اړتیاوو ته په پام د کمپیوټر په برخه کې د مسلکي کادرونو پر روزنې سربېره د لوړ زده کړو لپاره د لیسانس په کچه یوه غښتلې بېخبناء هم وي. دا پوهنځي د ساینس پوهنځي د کمپیوتر ساینس ډيپارټمنټ له ارتقاء څخه چې پر ۱۳۸۶ تاسیس شوی و؛ رامنځته شو.
د ښکلیو هنرونو د پوهنځي بنسټي طرح پر ۱۳۴۵ هـ ل جوړه شوې وه چې پر ۱۳۸۹ کال ورته جلا ودانۍ جوړه کړی شوه. پر ۱۳۹۱ هـ ل د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځی جوړ شو.
د چاپېریال ساتنې په برخه کې علمي او مسلکي کادردونو ته مخ په زیاتېدونکیو اړتیاوو له کبله پر ۱۳۹۲ کال د کابل پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت په وړاندیز د وزیرانو شورا په تایید پر ۱۳۹۲ کال د چاپېریال ساتې پوهنځی جوړ شو، چې ۴۳۰ محصلین یې جدیدالشمول او ۱۵۰ یې د چاپېریال ساتنې او پېښو د مدیریت ډيپارټمنټ د بېلابېلو ټولګیو محصلین و.
پر ۱۳۹۳ هـ ل ساینس پوهنځي پر څلور جلا(ریاضیو، فزیک، کیمیا او بیولوژي) پوهنځیو ووېشل شو. پر۱۳۹۹ هـ ل د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د داخلي ژبو او ادبیاتو او بهرنیو ژبو او ادبیاتو په دوو جلا پوهنځیو ووېشل شو.
د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ پوهنځی چې پر ۱۳۴۲ هـ ل د مخابراتو د تخنیکي ښوونځي په نامه جوړ شو و او پر ۱۳۸۶ یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت تر قیمومیت لاندې د معلوماتي ټکنالوژۍ انسټيټیوټ ته لوړ شو و، پر ۱۳۹۹هـ ل په بشپړ ډول د یوه مستقل پوهنځي په توګه د کابل پوهنتون په تشکیل کې شامل کړی شو، چې په دې سره د کابل پوهنتون د پوهنځيو شمېر دوه ویشتو ته ورسېد.
۱۳۹۰هـ ل کلونه د کابل پوهنتون په تاریخ کې د یوه استثنايي څپرکي په توګه د ځانګړنې پاملرنې وړ موده ده. په دې لسیزه کې کابل پوهنتون د لیسانس له کچې لوړ او د ماسټرۍ او پي ا یچ ډی پروګرامونو پر لور یې یو بشپړتیايي پهیر پیل کړ. د ماسټرۍ دوه پروګرامونه چې یو ځل یې د لغو څپېړه هم خوړلې وه له نوي هوډ سره پیل شوې. په دې لسیزه کې په کابل پوهنتون کې د ټولنیزو اوو طبیعي علومو په برخو کې د ماسټرۍ دوه ویشت او د پي ایچ ډي دوه پروګرامونه پیل شول.
دا مهال په کابل پوهنتون کې په بېلابېلو ډيپارټمنټونو او پوهنځيو کې ۶۵۱ استادان په تدریس و څېړنه بوخت دي، چې زیات شمېر د ماسټرۍ او پی ایچ ډي تر کچې زده کړې لري. د پوهنتون اداري چارې د ۳۶۰ اداري کارکوونکیو له خوا پر مخ بیول کېږي. کابل پوهنتون دوه ویشت پوهنځي، یوسل یو ډيپارټمنټونه، د لیسانس اووه اویا، د ماسټرۍ دوه ویشت او د پی ایچ ډي دوه پروګرامونه څلور څېړنیز او څلور روزنیز مرکزونه لري. چې د لیسانس، ماسټرۍ او پی ایچ ډی په درېو پروګرامونو کې پکې دشپې او ورځې په سکشنونو کې ۲۴ زره محصلین په زده کړه بوخت دي.