د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د ليسانس په کچه فارغ شول

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۹:۳۸
22541

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د ا.ا.ا لوړپوړو چارواکو، د مرکزي پوهنتونونو رهبرۍ، دیني عالمانو، استادانو، محصلینو او د دوی د کورنیو  غړو حضور درلود.

د کابل پوهنتون رئیس، دوکتور اسامه عزیز، د غونډې پرانیستې وینا پرمهال د مبارکۍ ترڅنګ محصلين خپلو مسؤوليتونو ته متوجه کړل، د زده کړو دوام ته يې وهڅول، په علمي ډګر کې د کابل پوهنتون پر وروستيو پرمختګونو يې رڼا واچوله او همدا راز يې د هيواد د علمي مراکزو پر پياوړتيا او د علم پر ګټور استعمال ټينګار وکړ.

د لوړو زده کړو وزیر، شیخ الحدیث مولوي ندا.-محمد.-ندیم صاحب، په خپلې وینا کې وویل، دیني او عصري زده کړې د هېواد ابادۍ لپاره اړینې دي، همدارنګه يې له محصلینو غوښتنه وکړه چې له خپلو زده کړو څخه په استفادي اسلام او هېواد ته په خپله برخه کې خدمت وکړي.

 د ریاست.الوزرا اداري مرستیال مولوي عبد.السلام حنفي صاحب د خپلو خبرو په جریان کې له فارغو محصلینو څخه غوښتنه وکړه چې له خپل تحصیل څخه د هېواد په بیارغونه کې اعظمي استفاده وکړي، ده همدا رنګه وویل چې اسلامي نظام د ځوانانو لپاره د خدمت فرصتونه برابروي.

د ریاست.الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبد.الکبیر صاحب په خپله وينا کې د کابل پوهنتون ځانګري علمي او تاريخي حيثيت ته اشاره وکړه او له دې پوهنتون څخه فارغ التحصيل محصلینو یې وغوښتل چې د هېواد ابادۍ کې فعاله ونډه واخلي. نوموړي د کابل پوهنتون د ٢٢ پوهنځیو ممتازو فارغو محصلینو ته ډالۍ ورکړې همدارنګه يې ځانګړې بلنه ورکړه چې په سپیدار ماڼۍ کې د دوی د فراغت او لیاقت په وياړ جوړيدونکې غونډه کې ګډون وکړي او ژمنه یې وکړه چې کوښښ کوي دوی ته د کار زمینه برابره کړي.

په پای کې ټولو فارغو محصلينو ته د پوهنتون د رهبرۍ لخوا ستایندړې او تصدیقپاڼې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۱۹
Background image

د څو پوهنتونونو استادانو ته د مسلکي ظرفيت لوړونې ورکشاپ پيل شو

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي له لوري د هېواد د شلو پوهنتونونو د استادانو لپاره د فزيک په برخه کې د مسلکي ظرفیت لوړونې ورکشاپ پيل شو. ياد ورکشاپ د استادانو د علمي او عملي وړتياوو د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: