د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي څلور نوي لابراتوارونه فعال شول

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۴:۳۳
37

د کرنې پوهنځی اته څانګې لري چې تر دې مهاله د محصلینو د عملي کار لپاره څلور فعال لابراتوارونو شتون درلود، د پوهنځی د علمي شورا د پرېکړې له مخې له شته امکاناتو څخه د استفادې لپاره يوه کميټه وټاکل شوه چې ټول فعال لابراتوارونه وڅیړي او له اضافي وسایلو څخه یې نوي لابراتوارونه جوړ کړي تر څو د محصلينو او استادانو د څيړنو لپاره اماده شي.

د يادې شوې کمېټې له ارزونې وروسته د موجوده فعالو لابراتوارونو اضافي وسايل چې له ډېرو کلونو راهيسې نه وو کارول شوي په نښه شول او د خاورې پوهنې، ځنګلدارۍ او طبيعي زېرمو، هارټیکلچر او بايو تکنالوژۍ څانګو غير فعال لابراتوارونو ته ولېږدول شول.

چې په دې اساس ټولې څانګې په لابراتوارونو سمبال شوي. لدې جملي څخه د معاصرې نړۍ اړتيا د ټيشو کلچر لابراتوار فعاليدل د ډير اهميت وړ ده. د کابل پوهنتون رياست د کرنې پوهنځي د دا ډول هڅو او نوښتونو قدرداني کوي او د لا زياتو هڅو غوښتنه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۱:۴۸
Background image

د هنرونو پوهنځي محصلینو اطلاعاتو او کلتور وزارت ته علمي سیر ترسره کړ

د کابل پوهنتون د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند ملي تیاتر آمریت ته د علمي سیر په ترڅ کې، د ملي تیاتر آمریت له برنامو، آرشیف، ممثلینو او ورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۰:۱۸
Background image

محصلینو ته " له ازموینې څخه مخکې د سټرېس کنټرول" تر عنوان لاندې د پوهاوي سیمینار دائر شو

د کابل پوهنتون محصلانو چارو انسجام آمریت  له لوري د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته " له آزموینې څخه مخکې د سټرېس کنټرول" تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار دایر شو.

په دې سیمینار کې محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۸
Background image

"د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړی نړیوال کنفرانس" پای ته ورسېده

یاد کنفرانس چې د کابل پوهنتون له لوري د روان لمريز کال د قوس پر پنځمه په کندهار کې پيل شوی و، نن د يادې مياشتې پر اوومه د داخلي او بهرنیو استادانو لخوا د ٨٤ علمي مقالو په ارائیه کولو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.

کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د انګلیسي ډيپارتمنت لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شوی، چې د هیواد د مختلفو پوهنتونونو علمي کادري بستونو د آزموينې ترڅنګ استادان پکې خپلې علمي څېړنې کوي او محصلین هم ترې په مختل

څه باید وکړو/ چی باید کرد? د (څه باید وکړو؟) تر عنوان لاندې د چاپیریال ساتنې په تړاو هنري تمثیل وړاندې شو. د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د تیاتر ډيپارټمنټ محصلینو له لوري د لارښود استادانو په لارښوونه د "څه باید وکړو؟" تر عنوان لاندې د چاپیریال سات

د معلوماتي ټکنالوژي پوهنځي د کابل پوهنتون یو له هغو پوهنځيو څخه ده چې د مکرويانو سیمه کې قرار لري. د دې لپاره چې د یادې پوهنځي له علمي، اداري او تدریسي چارو څخه خبر شی، نو لاندي ويډيويي را پور وګورئ!

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!