د کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي رییس معرفي شو

د عربي ژبې او ادبیاتو څانګې استاد پوهنوال محمد اسماعیل ناصري د روان کال د وري په ۳۰ نېټه د سې شنبې په ورځ د علمي چارو مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي له لوري د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځي د رییس او د دې پوهنځي د یو شېمېر استادانو په شتون کې د کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د رییس په توګه معرفي کړ.
د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي پدې غونډه کې خبرې وکړې او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د څانګو په زیاتوالي خوښي وښوده او د پوهنتونونو بدلون یې له لومړي نسل څخه دوهم، درېم او څلورم نسل ته، د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي درسي نصاب (کریکورلم) ترتیب د ټولنې د اړتیا مطابق او د دې څانګې د معیارونو پر بنسټ، د دې برخې د محصلینو او متخصصو ښه روزنه، د کیفیت تضمین د ښه والي لپاره هڅې او د پوهنتون دبدلون پلان بریالیتوب او ... باندې خبرې وکړې او نوموړي ته یې د بریالیتوب هیلې کولو ترڅنګ یې له ریاست سره د دې پوهنځي د استادانو په همکاري تاکید وکړ.
پوهنوال ناصري پدې برنامه کې خبرې وکړې او د دې پوهنځي د رییس په توګه یې د کابل پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت له باور څخه مننه وکړه، د بهرنیو ژبو او ادبیاتو څانګو کې د معیاراتو پلي کېدو او د درسي چارو د غوره والي په برخه کې په سهولت تاکید وکړ. نوموړي تعهد وکړ، چې د دې پوهنځي د استادانو او د څانګو امرینو په همکاري ګام په ګام د پوهنتون د بدلون پلان پر بنسټ به مخکې ځي او د هیواد ځوان او زده کړیال نسل ته د سهولت زمینه او خدمتونو په برخه کې به هېڅ ډول همکاري ونه سپموي.
پوهنوال محمد اسماعیل ناصر د کابل پوهنتون د عربي ژبې او ادبیاتو څانګې څخه په فارغ شوی او اوس د دې څانګې د استادانو له ډلې دی او تر اوسه یې پدې برخه کې تر ۲۰ زیات علمي او څېړنیز اثار لري. د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي شته څانګې تر اوسه پورې په یوه پوهنځي کې شاملې وې، چې د څانګې د زیاتوالي او د دې پوهنځي د کارونو د زیاتوالي له امله اوس په دوه برخو د داخلي ژبو او ادبیاتو او بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځیو باندې ویشل شوي دي، چې د دې برخې په مستقل کېدو سره اوس کابل پوهنتون د ۲۲ پوهنځیو لرونکی دی.