د هایدرو متیورولوژي ډيپارټمنټ/ د هوا پېژندنې ډيپارټمنټ
د هایدرومتیورولوژۍ څانګه د ځمکپوهنې پوهنځي له مهمو علمي څانګو څخه ده، چې د هېواد د اقلیمي او اوبیزو پدیدو د زدهکړې، څېړنې او تحلیل په برخه کې فعالیت کوي. دغه څانګه د هوا حالاتو په ارزونه، د طبیعي پېښو په څېړنه، د اوبو سرچینو په ارزونه، د اقلیم په مدیریت او د هایدرولوژیکي سیستمونو په ارزونه کې اساسي رول لري.