د نارینه محصلینو په لیلیه کې د اوبو فلتر کولو دوه پایې ماشینونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۶:۲۸
1549

د پراختیایي او ودانیزو کارونو په لړ کې دا ځل د کابل پوهنتون، نارینه محصلینو په لیلیه کې دوه پایې د اوبو فلتر کولو لوی ماشینونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. یاد فلترونه به په هر ساعت کې ۲۵۰ لیتره اوبه تصفیه کوي . ددغو ماشینونو تصفیه شوې اوبه د بازار له تصفیه شویو اوبو څخه دوه برابره غوره دي.

د کابل پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي حافظ عبیدالله عبیده وایي: د کابل پوهنتون رهبري د څښلو صحي اوبو سره د محصلینو د کموالي په درک کولو سره پریکړه وکړه، چې په لیلیه کې د اوبو د تصفیه کولو ماشینونونه جوړ شي، دا لومړی ځل د ی چې،  په لیلیه کې یاده کړنه ترسره کیږي.

نوموړی زیاتوي چې، یاده کړنه د محصلینو د روغتیا په برخه کې به ګټور ګام وي او موږ مکلف یو ترڅو د محصلینو لپاره خوندي چاپیریال چمتو کړو.

ددې ماشینونو ترڅنګ د اوبو د ذخیره کولو په موخه دوه ذخیرې چې ۳۰۰۰ لیتره اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري هم جوړې شوې دي. انجینر جاوید الکوزی د یادو فلترونو له کیفیت او اغیزمنتیا څخه ډاډ ورکوي او وایي، چې د یاد فلترونو په  فعالیدو به د لیلیې د محصلینو د څښلو صحي اوبو ستونزې حل شي.

د لیلیې محصلینو د پوهنتون رهبرۍ څخه ددې کار له امله خوښي وښووده او هغه یې د دوی د روغیتا په برخه کې ګټور یاد کړ، دوی هیله لري، چې یاد فلترونه د به په لیلیه کې د څښلو صحي اوبو د کموالي ستونزه حل کړي.

د لیلیې مسؤلینو د یادو فلترونو له نصبولو څخه خوښي څرګنده کړه او د هغه پر ساتنه یې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې د کابل پوهنتون په لیلیه کې له ۲۰۰۰ څخه زیات محصلین شپې او ورځې سبا کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۰
Background image

پښتو او دري مقالې، په نړیوال اعتبار!

د کابل پوهنتون د علمي مجلې امریت له لوري پښتو او دري مقالې په نړیوالو ژورنالونو «د طبیعي علومو علمي- څېړنیز ژورنال» او «د ټولنیزو علومو علمي- څېړنیز ژورنال» کې، له نړیوال اعتبار سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۳۸
Background image

د فارمسي پوهنځي د تدریسي درملتون د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي د تدریسي درملتون د جوړولو چارې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

دغه تدریسي درملتون د ۱۴۰ متره مربع ځمکې پر مساحت، په دوو پوړونو کې جوړېږي او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۸:۵۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د پښتو او دري ژبو او ادبیاتو ډیپارتمنټونو ارتقا دوو خپلواکو پوهنځیو ته

د افغانستان د لوړو زده‌کړو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د لوړو زده کړو عالي شورا د ۱۴۰۵/۶/۱۵ نېټې د (۱۱) ګڼې پرېکړې پر بنسټ، د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو او د دري ژبې او. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: