د تیلي کمیونیکشن انجینرۍ ډيپارټمنټ

الف. پېژندنه:

د مخابراتو انجینرۍ ډيپارټمنټ په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د معلوماتي او مخابراتي تکنالوژۍ پوهنځي په چوکاټ کې د لیسانس په کچه د لوړو زده‌کړو په موخه د مخابراتي انجینرۍ په برخه کې چې زموږ د ټولنې یو له اړینو اړتیاوو څخه ده تاسیس شوه.

ب. موخې:

د تیلي کمیونیکشن انجینرۍ ډيپارټمنټ د رامنځته کولو موخه د هېواد په کچه د محصلانو روزنه د د طراحۍ، ډیزاین، د مخابراتي سیستمونو مدیریت چې د LAN، MAN او WAN اړوند وي، د سافتویرنو جوړونه او طرح  او د مخابراتي شرکتونو سمبالونه په موثره او ګټوره توګه چې د غوښتنو ځواب ووایي.

د داسې فارغانو وړاندې کول ټولنې ته چې د هېواد د مسلکي پرمختګ، رڼو اړیکو، اخلاقي او ټولنیزو مسولیتونو ته ژمن وي. د زده‌کړې د لوړې وړتیا څښتن، ګروپي کار او د انتقالي مخابراتي سیستمونو د دایرولو طراحي کولو، تطبیقولو وړتیاوې په بې‌سیمه مخابراتي مبایلونواو نوري فایبر په برخو کې ولري.

۱.لیدلوری:

د مخابراتي انجینرۍ (مخابراتو) ډيپارټمنټ د باکیفیته زده‌کړو په وړاندې کولو، د ډېرو ماهرو، متخصصو او متبحرو انساني سرچینو په روزلو د څېړنې او تل‌پاتې پرمختګ د فرهنګ په دودولو سره زیار وباسي تر څو یو پرمختللی با اعتباره او باکیفیته تحصیلي مرکز په ملي او نړیواله کچه وګڼل شي.

۲. ماموریت:

د کیفیت د ښه‌والي او پرله پسې والي کوښښ، د ډيپارټمنټ استادانو ته انګېزه ورکول او له دوی څخه ملاتړ د ښه کارکولو او د محصلانو د راضي کولو د سطح د لوړاوي په موخه او همدا شان د ورځنیو غوښتنو سره سم د تحصیلي نصاب یا کریکولم جوړول او د محصلانو لپاره د تقویت او مهارت لوړونې پروګرامونو برابرول د مخابراتي انجینرۍ د څانګې رسالت او ماموریت ګڼل کیږي.

ج. لابراتوارونه:

د مخابراتي انجینرۍ ډيپارټمنټ د محصلانو د تجربې په موخه د بېلابېلو ادارو په مرسته لاندې لابراتوارونه په عملي او تطبیقي برخو کې د تاسیس او تجهیز شرایط برابر کړل.

  1. د GSM او وایرلس لابراتوار
  2. د انتنونو او‌ مایکروویف لابراتوار
  3. د نوري فایبر لابراتوار
  4. د سرکت (انالوگ او دیجیتل) لابراتوار
  5. د پاور لابراتوار

د) تحصیلي نصاب (تخصصي مضمونونه)

ګڼه

د مضمون نوم

کود نمبر

کرېدېت

ګڼه

د مضمون نوم

کود نمبر

کرېدېت

۱

د تیلي‌کمیونیکیشن انجنیرۍ بنسټونه

ICTC-101

3

۱۳

د انتقال لیکې او شبکې

ICTC-408

۴

۲

د کمپیوټر بنسټونه

ICIS-101

4

۱۴

د الکترونیک دیجیتل

ICTC-409

3

۳

د برېښنایی سرکټ تحلیل

ICTC-202

3

۱۵

انالوگ او دیجیتل کمونیکیشن

ICTC-511

4

۴

 تخنیکي رسم

ICTC-203

4

۱۶

نوري مخابرات

ICTC-512

4

۵

د الکترونیک بنسټونه

ICTC-304

4

۱۷

دیتا کمونیکیشن

ICTC-513

3

۶

د برقي سرکت تحلیل II

ICTC-305

4

۱۸

د سیگنال او انتن‌ونو خپرول

ICTC-514

4

۷

د وړتیا سیستمونه

ICTC-306

4

۱۹

د سیلولر او موبایل پرمختللې شبکې

ICTC-719

4

۸

سویچینگ او تیلیفوني دیجیتل

ICTC-615

4

۲۰

مایکرو ویف او ستلایت کمیونیکیشن

ICTC-720

4

۹

سیگنال او سیستمونه

ICTC-616

4

۲۱

د سیستمونو کنترول

ICTC-723

4

۱۰

SS-7 اوځیرکې شبکې

ICTC-617

3

۲۲

د دیجیتل سیگنالونو پروسس

ICTC-824

4

۱۱

د سیلولر او موبایل شبکې

ICTC-618

4

۲۳

د مخابراتود نظارت اصوا او تعرفې

ICTC-826

2

۱۲

د پروژې ډیزاین

ICTC-827

5

 

 

 

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم