دفزیک پوهنحۍ دهستوی اوآتومی څانګی دماستری برنامه

دفزیک پوهنځی دخپل پراختیایی پلان دتطبیق اودپوهنتون دپراختیای پلان سره سم دهستوی اوآتومی فزیک په څانګه کې دماستری برنامه دایروی.ددې برنامی منڅپانګه په لاندې ډول ده.

تاریخچه:په ۱۳۹۰ او ۱۳۹۳ کلونوکې دفزیک پوهنڅۍ له چوړیدومخکې دفزیک په ځانګه کې دماستری برنامه جوړه شوه چې ددوودورو له فراغت وروسته دیولړستونزوله امله متوقفه شوه. په څلوروپوهنڅیودتحصیلی رشتودتخصیصی کولوپه پارپخوانی ساینس پوهنځی تجزیه اوڅلورنوی بوهنځی له هغې جملې څخه دفزیک پوهنځی ایجاد او رامنځ ته شو.دفزیک پوهنځې دخپل پراختیایی پلان له مخې دهستوی اوآتومی فزیک په ځانګه کې دماستری برنامه په ۱۳۹۸ کال کې جوړه اوپه ۱۳۹۹ کال کې یې دبرنامې ته دکانکور ازموینې له لارې محصلان جذب کړل.

سریزه:په صلح آمیزی هستوی تکنالوژی باندی دبرلاسی لپاره دبشری تخصصی قویې دروزنی دهستوی علومواوهستوی څیړنود برښنا انرژی په پاردهستوی بټیوواودهستوی سون توکوهمدارنګه دهغودکارونې پرمختګ په طب اوکرنه کې ددې مهمې رشتې په واسطه دماستری په برنامه کې مطالعه کیږی. په دې برخه کې دبشری قوې دتحقق اوروزنې لپاره دزیاتی پانګونې غوښتنه کوی.له هغې جملې دبشری منابعو دهراړخیزې  پراختیااو دڅړنیزې ستراتیژی دهیواددهستوی صنعت داوږدې مودی له ستراتیژیو څخه ده.

دماستری برنامې معرفی:دهستوی اوآتومی څانګې دماستری برنامه هغې برنامې ته ویل کیږی چې دلیسانس دورې څخه لوړ تحصیلات په غیږکې نیسی اوله لیسانس دورې څخه وروسته لومړنې تحصیلی دوره ده چې ددیبلوم په ورکولو سره پای ته رسیږی اوهمغږی دزده ګړې او څیړنې فعالیتونه په غیږکې نیسی.

ددې برنامی دجوړیدو او ایجاد موخه دداسې اشخاصو روزنه ده چې وکولی شی چې دفزیک علم په مختلفوڅانګو تسلط ولری اومختلف عملی او علمی مهارتونه ترلاسه اوزده کړی.او په دې برسیره دفزیکی قوانین په کارونه اوتطبیق قادرشی.

دماستری برنامې دجوړیدو اوایجاداړتیا اواهمیت

دبنسټیزو ، فنی او مهندسی ،اقتصاد، صنعتیز مدیریت اونورو علومو دورڅ زیاتیدږنکی پراختیاته په باملرنې سره دفزیک علم له ډیرو مهموتحصیلی رشتوڅخه دی چې دصنعت  ، زراعت  او طبابت په سکتور کې ډیرمهمه ونډه اورول لری.مختلف څړنیزمرکزونه ،روغتونونه ،سازمانونه ،وزارتوونه ، لکه دزراعت یا کرنې او مالداری وزارت ،دعامی روغتیا وزارت ،دمخابراتو اوتکنالوژی وزارت ، داوبو او انرژی وزارت، دکانونو او پطرولیم وزارت، هستوی انرژی اداره اونور اړوندنهادونه دهستوی فزیک ماهرینو او متخصصنوته زیاته اړتیا اوضرورت لری.له دې کبله دداډول برنامو ایجاد په هغو پوهنتونوکې چې لازم امکانات او په څانګړې توګه متخصص اوتجربه لروونکی استادان لری ضروری ، حتمی اودڅانګړی اهمیت لروونکی دی.

دماستری برنامې داړتیاوودرفع کولو لارې چارې:دهستوی اوآتومی فزیک څانګه دهغوهوکړوڅخه په ګټه اخیستنه جې له یو شمیر داخلی اوخارجی نهادونو سره یې لاسلیک کړی هڅه کوی چې خپلې اړتیاوې دښایسته او لایقو استاذانواودماستری په برنامه کې دهمکارانوپه جذبولو سره تامین او پوره کړی.ددې موخې دترلاسه کولولپاره پوهنځی کوشش او هځه کوی ترڅود نړۍ اوهمسایه هیوادونوله معتبرو پوهنتونوسره دهوکړواو توامیتونوله لارې داستادانواومحصلانواوعلمی تجربودتبادلې اودمحصلانو دتیزیس دبشپړولوزمینه برابره کړی.په دې برسیره داستاذانو دعلمی ظرفیت دلوړولو لپاره دډاکتری ځانګړی بورسونوبرابرول او همدارنګه دنړیوال بانک په مرسته دماستری برنامې دلابراتوارتجهیز اوپه وسایلو سمبالول.دهستوی فزیک څانګه دتدریس په چاروکې ددوونورو دیپارتمنتونو یعنې دفزیک اوالکترونیک او دنظری او عمومی فزیک دڅانګو داستاذانوله همکاری او مرستې څخه برخمن دی.

دهستوی او آتومی فزیک په څانګه کې دماستری برنامې نیازسنجی

داړتیاوودپیژندنې لپاره  دتحصیل په وخت کې او له فراغت وروسته دمحصلانوستونزواومشکلاتو ته په پاملرنې سره ددې څانګې دعلمی غړیولخواپه لاندې ډول څیړنه او ارزیابی ترسره شوی ده.

الف.متخصصینوته اړوزارتونو او سازمانونو کې له ماهرینو اومتخصصینو سره مصاحبه او مرکې.

  • مختلفووزارتونوته دمعلوماتو دراټولو لپاره داستاذانواومحصلانو لیږل اودهستوی فزیک ماهرانواومتخصصینوته دهغوی داړتیا او ضرورت په هکله له اړونده چارواکو سره مصاحبې او مرکې.
  • له دووکلونورا په دې خوادهستوی اوآتومی فزیک  څانګې له خوا محصلان دعملی او ساحوی کاراو مونوګراف دبشپړولو لپاره مختلفودولتی اونادولتی ارګانونواو روغتونونوته معرفی کیږی او په دې ترڅ کې دهستوی فزیک متخصصینوته دهغوی داړتیا او ضرورت اړوندمعلومات ددې څانګې په واک کې ورکول کیږی.
  • په کم وخت کې دزیات حجم اطلاعاتودلېږد لپاره دمخابراتو او تکنالوژی په وزارت کې دګالیم لیزرارزونې وښودله چې وزارت په دې برخه کې ډیر کمزوری اوپه دې برخه کې دهستوی فزیک ماهرانو او متخصصینوته سخته اړتیالری.
  • هغه معلومات چې دلیتیم اوپه صنعت کې دهغه دکارونې په اړه دکانونو اوپطرولیم له وزارت څخه ترلاسه شوی دی په ګوته کوی چې په نوموړی وزارت کې په دې هکله پوه اومتخصص کادرونه شتون نه لری.
  • دمحصلانو په واسطه له روغتونونواوداکسری له څانګو څخه دترلاسه شویو معلوماتوپربنیادنوموړی روغتونونه اوداکسری څانګی هغه معیارونه چې په دې برخه کې باید موجودوی شتون نه لری اوعلت یې هم دمسلکی کادرونو نه شتون دی.
  • دکرنې اومالداری وزارت څخه دمحصلانواو علمی کادرغړیوپه واسطه راټول شوی معلومات داپه ډاګه کوی چې په کرنه کې دهستوی فزیک له پوهې څخه په سمه اومناسبه توګه ګټه نه اخیستل کیږی او لامل یې هم په هستوی فزیک دپوه او مسلکی کادرونو نه شتون دی.
  • دعامې روغتیاله وزارت څخه ترلاسه شوی معلومات ښيي چې دسرطان ناروغي په درملنه کې له هستوی تکنالوژی څخه سمه اومعیاری ګټه نه اخیستل کیږی اوددې لامل هم په دې برخه کې دمسلکی افرادو نه شتون دی.

داڅوهغه لنډ ټکی وچې ددې برنامې دایجاددلایل کیدای شی.

ب. په راتلونکی کې په مختلفو سکتورونوکې دهستوی فزیک متخصصینو ته داړتیاارزونه

په مختلفو سکتورونواوبرخو کې په عینی ډول دهستوی فزیک متخصصینو ته اړتیاشته دوضعیت دښه والی اودهیوادداقتصاد دپیاوړتیا لپاره دلوړوزده کړو لروونکوهستوی فزیک ماهرانواومتخصصینوته ضوروت اواړتیا شته دی.

ج. دوزارتونو دضرورت اواړتیا مخامخ مشاهده

په دې برخه کې دپوهنځی استاذان او محصلان مختلفو وزارتونوته تللی اودیوشمیروزارتونوله کاراو ورځنیو فعالیتونوڅخه کې لیدنه او کتنه کړی اوله مسؤلینواوچارواکو سره یې خبرې کړی اودې مسؤلینودهستوی فزیک دماهرانواو متخصصینوغوښتنه کړی ده.

د.دعلمی اطلاعاتو اوموتونو مطالعه اومرور

علمی اطلاعاتواودفزیک پوهنځی داستاذانوکاری مخینې ته په پاملرنې سره دې برنامې ته له نړیوالو معیارونواو دافغانی ټولنې اړتیاوسره سم درسی نصاب جوړشوی دی.

ه.د (OBE-SCL) په مختلفوپړاونوکې ګډون

د(OBE-SCL)  په مختلفو پړاونوکي دفزیک دپوهنځی ټولواستاذانواوپه ځانګړې ډول دهستوی اوآتومی فزیک دڅانګې داستاذانوګډون دماسترې برنامې دتحصیلی نصاب په جوړولوکې ډیره مرسته کړی ځکه چې استاذانوپه دې آموزشی برنامو کې دنصاب جوړونې ټول معیارونه زده کړی وو.

دماستری برنامې موخې:دهستوی فزیک دماستری تحصیل ، دټولنې داړتیا اوضرورت اواکادمیکو معیارونوپه پام کې نیولو سره لاندې موخې لری:

دڅړنیزواړتیاووارزونه او پیژندنه دهستوی انرژی اودهغه اړوندعلومولکه ایونایز کوونکی تشعشعات پلازمااولیزردصنعت ، زراعت ،طبابت او انرژی په برخه کې.

  • ۱.دموخودترلاسه کولو لپاره دبنسټیزو تحقیقی او تطبیقی طرحواجراکول او دهغوپراختیا.
  • ۲.دهیواد دننه پوهنتونونواوعلمی مؤسسو سره څړنیزې همکاری دکیفیت دلوړولوپه هدف.
  • ۳.دمجلو ، کتابونواوبروشورونوخپرول.
  • ۴.دعلمی کنفرانسونو اوسیمینارونو جوړول اودڅړنیزو لاسته روړنووړاندې کول دآموزشی ورکشابونو په قالب کې.
  • ۵.په یو وخت کې دبنسټیزوتحقیقی طرحواوپروژواجرادهستوی علوموپه برخه کې.
  • ۶.دهستوی علومودکارونې او تطبیق په برخه کې نوشتونه اوپراختیا.
  • ۷. دبنسټیزوتحقیقاتی طرحواو پروژوداجرا اوتطبیق لپاره دظرفیتونو رامنځ ته کول.
  • ۸.دهیواددهستوی برنامولپاره دبشری قوې دروزنې او تربیې  په پارهڅه او هاند.

۹.دهستوی اوهغه اړوند علومودکارونې په برخه کې څیړنه اوپراختیالکه دصنعتی اوطبی ایزوتوپونواورادیودرملوتولید.

دماستری برنامی موخو ته درسیدولپاره لازمې او اړینې لارې او چارې

  • دبنسټیزوڅیړنوترسره کول.
  • دنوښتونو هڅونه.
  • دڅیړنوصنعتی کول.
  • دهیوادداقتصادی اوټولنیزوګټو په پام کې نیولو سره دهدف لروونکوڅیړنو ترسره کول.
  • څان بساینې ته رسیدل اوددولت له بودجې پرته ځان خودکفاکول.
  • له رسوباتواوطبیعت څخه درامنځ ته شوی رادیو اکتیویتی په مقابل کې دمبارزې اولاروچارولټول.
  • دهستوی پوهې او تکنالوژی پراختیا.

متوقعه پایلې

دافغانستان داسلامی جمهوری دولت داهدافواوعلمی غوړیدنې، صنعتی پرمختګ اودهیوادداړتیاوړ انرژی پوره کولوپه موخه دهستوی فزیک دماستری برنامی فارغ اتحصلان کولی شی دهیواد دلاپرمختک او انکشاف په پارددولت په مختلفو څړنیزو، علمی اواجرایی برخوکې په کارګوماریدلی شی او دخپل مثمرفعالیت له امله هیواد او خلکو ته دخدمت جوګه کیدلی شی.

دفارغانو وړتیاوې دکارموندنې فرصتونه اودلانورتحصیل چانس

۱.په ټولوپوهنتونونواودلوړوزده کړو په مؤسسوکې دکارموندنې چانس په ټولوسازمانونواونهادونوکې دبرنامودطرح کولومدیریت.

۲.په روغتونونو کې دنویو میتودونوپه مټ دوړانګو په واسطه دسرطان ناروغې کنترول اودرملنې په برخه کې دکارکولو موکه.

۳.دکرنې اوبولګولو اومالداری ،عامی روغتیا، اوبواوانرژی، کانونواوپطرولیم په وزارتونواودهستوی انرژی په اداره کې کار.

۴.دهستوی فزیک او هستوی طب په برخه کې دعلمی څیړنووړتیا ترلاسه کول.

۵. دلوړوزده کړوپه دولتی او نادولتی مؤسسو کې دتدریس چانس.

۶. دفزیک اوطب په برخه کې دڅړنیزو پروژه د طرحې او تطبیق وړتیا ترلاسه کول.

۷.دهستوی فزیک په برخه کې دلازیاتوزده کړواوتحصیل موکه.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم