تدریسي مېتودونه
په ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د موضوع د ښه لېږد او غوښتل شوو پایلو د لاسته راوړلو په موخه له بېلابېلو تدریسي میتودونو ګټه اخیستل کېږي. بېلابېل مضامین په تیوري او عملي ډول د اړوند مضمون د مفرداتو مطابق چې په درسي نصاب کې ځای پر ځای شوي، د استادانو لخوا په ښه ډول تدریس کېږي. د لا ښه تدریس په موخه استادان اړوند موضوع ته په کتو مخکې له مخکې سلایډونه برابروي او بیا په ټولګي د ښه انتقال په موخه له هغه استفاده کوي. له دې سره سره محصلینو ته په ښه ډول د زده کړو تر لاسه کولو لپاره لکچر نوټ، معیاري درسي کتابونه، انټرنېټ، کتابتون او ډیجیټلي اسانتیاوې برابرې شوې دي. په همدې موخه د ستونزو دې له منځه وړلو او ښو لاسته راوړنو په موخه وخت په وخت مشورتي او کنفرانسي ټولګي هم جوړېږي.