بوتاني ډيپارټمنټ

الف. پېژندنه:

بوتاني ډيپارټمنټ د بیولوژي پوهنځي یو له بنسټیي او اساسي ډيپارټمنټونو څخه دي چې د بیولوژي پوهنځي له رامنځته کېدو سره سم په ۱۳۹۵ لمریز کال کې جوړ شوی دی. بوتاني دیپارټمنټ خپل اکاډمیک فعالیتونه د دغه پوهنځي تر ریاست لاندې پرمخ بیایي. د دغې ډيپارټمنټ بنسټي فعالیتونه د پوهنځي له درسي نصاب سره سم د اړوندو مضامینو تدریس، علمي څېړنو تر سره کول، علمي کنفرانسونو جوړول، د مونوګراف په لیکلو کې د محصلانو لارښوونه، د پوهنځي او پوهنتون په کچه او نورو اړوندو ادارو او د لوړو زده‌کړو وزارت په بېلابېلو کمېټو کې ګډون، د دغې ډيپارټمنټ له دندو څخه شمېرل کېږي.

ب. د بوتاني ډيپارټمنټ موخې:

۱. لیدلوری:

بوتاني ډيپارټمنټ په پام کې لري چې د غوره کادرونو د مسلکي او تخصصي کچې لوړوالي او د څېړنو پراختیا په موخه په راتلونکي کې محصلان له اختصاصي بوتاني ډيپارټمنټ څخه فارغ کړي او په دې برخه کې ټولنې ته بوتاني کادرونه او متخصص نبات پوهان وړاندې کړي.

۲. دنده:

بوتاني ډيپارټمنټ اوسمهال د بیولوژي پوهنځي له فعالو ډيپارټمنټونو شمېرل کېږي چې هېواد او خلکو ته د لیسانس په کچه د تکړه او متخصصو کادرونو په روزنې بوخته ده.

۳. اساسي موخې:

بوتاني ډيپارټمنټ دا ماموریت لري چې د کادرونو په روزنه، پوهنتونونو کې تدریس، د لوړو زده‌کړو موسسو، مسلکي انسټیټیوټونو، لېسو او د عامې روغتیا په پروژو کې د څېړنو په برخه کې، کرنې، ځنګلونو، اوبو ورکونې، د څښاک اوبو، چاپېریال ساتنې، د کلیو پراختیا او نړیوالو موسسو؛ لکه، یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان سره کار او فعالیت وکړي.

بوتاني ډيپارټمنټ د عملي تجربو تر سره کولو، د نباتاتو بڼ جوړولو او په تجربو کې د نباتاتو کارونې او له تجربې لاندې نباتاتو روزلو او ساتلو لپاره یو تخصصي او مناسب ځای اړتيا لري، په همدې اساس په پام کې لري چې د مسلکي او متخصصو داخلي او بهرنيو استادانو په مرسته یوه مناسبه طرح د دغه بڼ د جوړولو او د ضرورت وړ توکو په موخه چمتو کړي او د اړوندو مراجعو له لارې یې په جوړولو کې کوښښ وکړي. له یادو موخو سره لاندې موخې هم لري:

  • په بوتاني برخه کې د لیسانس په کچه دولتي او خصوصي ادارو ته د مسلکي او متخصصو کادرونو روزنه؛
  • دولتی او خصوصي ښوونځیو ته د مسلکي او متخصصو ښوونکو روزنه؛
  • د مسلکي نبات پوهانو روزنه؛
  • دولتي او خصوصي ښوونځیو ته د عملي لابراتواري کارونو لپاره د تخنیکي اسیسټانټانو روزنه؛
  • د هېواد د نباتاتو په اړه مسلکي او تخصصي پوهې د لېږد له لارې په افغانستان کې د ګټورو نباتاتو او له منځه تلونکو نباتاتو د نسلونو خوندیتوب لپاره مبارزه؛
  • په ایکوسیسټم او ورځني ژوند کې د نباتاتو په ارزښت پوهېدل؛
  • د چاپېریال ساتنې او نباتاتو د خوندیتوب فرهنګ ترویجول؛
  • د ټولنې په مسلکي او تخصصي پرمختګ کې ونډه اخیستل او د هېواد عالي موخو ته لاس رسی.
  • د ژمنو او مسلکي کاري ځواک روزنه.

ج. لابراتوار او ښوونیز تجهیزات:

شمېره

د لابراتوار ډول

توکي او تجهیزات

1

نباتي سیسټماټیک لابراتوار

نوري مایکروسکوپ او استریو، هرباریوم، د وچو شویو او تازه نباتاتو نمونې

2

نباتي فزیولوژي لابراتوار

سنټروفیوژ، برقي داش، حساس ترازو، PH متر، بېکر، ټېسټ تیوب، سلنډر، پتري دېش، پیپېت او نور د نباتاتو نمونې

3

اناتومي مورفولوژي لابراتوار

نوري مایکروسکوپ، اسټریو مایکروسکوپ، تسلیخ بکس، دایمي سلایډونه او نباتاتو د ریښې، ساقې او پاڼې تازه ټوټې

4

د ګټورو نباتاتو لابراتوار

واټرباټ، د(بندکت، فیهلنگ او د غلو، حبوباتو طبي نباتاتو نمونې او د هغوی د الکالوییدونو را ایستلومحلولونه

5

جنټیک لابراتوار

نوري مایکروسکوپ، ایتانول محلول، تیزابونه، ډیټارجنټونه اوتوکلاف او له نباتاتو څخه د DNA را ایستل او هم د دایمي سلایډونو یا د تسلیخ وړ حیواناتو له لارې د ګمیټونو لیدل

گالری رسانه

د کابل پوهنتون د رغنيزو چارو په جریان کي نن د لوړو زده‌کړو وزارت او کابل پوهنتون ترمنځ د نښلونکي سړک د پراخوالي چاري پیل شوې.

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم