انالېز ډيپارټمنټ
انالېز د نورو ډيپارټمنټونو (الجبر،تطبيقي رياضيات او عمومي رياضیات) سره د هوکړې مطابق کرېکولم تدريس او فعاليت کوي.د رياضياتو د پوهنځي څانګې په ځانګړو برخو کې جلا محصلین نه لري ،بلکې د نوموړي پوهنځي محصلین ټول هغه اساسي او تخصصي مضامين چې د رياضياتو يو فارغ التحصيل ته اړين دي تعقيبوي.
۱. لرليد:
د انالېز ډيپارټمنټ بايد د پوهنځي د اهدافو د لاسته راوړلو لپاره د څېړنې او په ټولنه کې د ونډې لرلو پر بنسټ د هېواد په کچه په يوې معتبرې څانګې باندې تبديل شي.
۲. ماموريت:
د رياضياتو پوهنځي انالېز ډيپارټمنټ د رياضياتو پوهنځي د موخو د پلي کولو لپاره د تدريس ،څېړنې او خدماتو وړاندې کولو له لارې په پوره ريښتينولۍ سره کوي او د پوهنځي اهداف تعقيبوي.
۳. بنسټي موخې:
. زدکړه او علمي څېړنې؛
. د معياري کړنلارو او ټکنالوژۍ څخه ګټه اخيستنه؛
. د ټولنې اړتياوو ته په کتلو په زدکړه کې د پوهنځي ونډه اخيستنه؛
. د پوهنځي د موخو د لاسته راوړلو لپاره هر اړخيز ګډ کار؛
. د عوايدو پلټل او لاسته راوړل؛
د ریاضي انالېز ډیپارټمنټ علمي کادر غړي:
ګڼه |
نوم/ تخلص |
اختصاصی رشته |
ډیپارټمنټ |
1 |
خالقداد فیروزکوهی |
ریاضیات |
د ریاضي انالېز |
2 |
غلام عمر عبدالله |
ریاضیات |
د ریاضي انالېز |
3 |
احمد فرهاد ظاهر |
ریاضیات تطبیقی |
د ریاضي انالېز |
4 |
سیدنسیم سیاوش |
ریاضیات |
د ریاضي انالېز |