د دیني ـ اصلاحي درسونو لړۍ پای ته ورسېده
د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د دیني ـ اصلاحي درسونو لس ورځنۍ لړۍ پای ته ورسېده.
په دې درسي لړۍ کې معتبرو شیوخو کرامو پر بېلابېلو دیني او اصلاحي موضوعاتو خبرې وکړې او له هر درس وروسته د محصلینو لپاره د پوښتنو او ځوابونو لړۍ هم ترسره کېده. د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د ځانګړي مهالوېش له مخې په نوبتي ډول په دې درسونو کې ګډون وکړ.
په یادو درسونو کې د اسلامي نظام د احکامو، د مسلمانانو د کمزورۍ د لاملونو او د محصلینو د دیني مسؤولیتونو په اړه خبرې وشوې. همدارنګه محصلین وهڅول شول چې د مسلکي زده کړو ترڅنګ خپلې دیني زده کړې هم پیاوړې کړي او دیني مسائل له معتبرو علماوو او استادانو څخه زده کړي.
