د علمي څېړنو د ډیټابیس د مدیریت سیستم پرانیسته وشوه

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو د چارو د ښه تنظيم لپاره د ډیټابیس د مدیریت نوی سیستم جوړ او معرفي شو. دا سیستم د دې پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي دوو محصلینو د خپلو استادانو په لارښوونه طرحه او د تطبيق لپاره چمتو کړی دی.
په پرانیسته کې، محصلینو د سیستم تخنیکي ځانګړتیاوې او د استفادې لارې وړاندې کړې. د دوی په وینا، دا سیستم به د څېړنیزو معلوماتو د ثبت، تنظیم، ارزونې او تحلیل ترڅنګ، د څېړنیزو موضوعاتو، منابعو او راپورونو ته چټک لاسرسی برابر کړي.
د پرانستې غونډه کې د پوهنتون د رهبرۍ لخوا د دې اقدام ستاينه وشوه، همداراز ياد محصلين د ستاينليکونو په ورکولو سره وستايل شول.