محصلینو ته د نشه يي توکو د زیانونو په اړه د پوهاوي سيمينار دائر شو
د کابل پوهنتون محصلانو چارو انسجام آمریت اړوند د رواني مشاورې مرکز له لوري د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته د نشه یي توکو څخه د ژغورنې او زیانونو اړوند یو ورځنی سيمينار دائر شو، او په علمي ډول په کې بحث وشو چې د مخدره توکو کارونه په څه ډول د انسان رواني حالت او روغتیا ته زیان رسوي. دغه راز په پای کې د محصلینو ګڼې پوښتنې ځواب شوې.