په علمي څېړنو کې احصائیوي ارقامو ته د لاسرسي ورکشاپ دایر شو
د کابل پوهنتون محصلانو چارو انسجام او خدمتونو آمریت، احصائیې او معلوماتو ملي ادارې په ګډې همکارۍ د علمي څېړنو په برخه کې د احصائیوي ارقامو راټولونې اړوند د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته د لارښوونې ورکشاپ جوړ شو، یاد ورکشاپ کې د کابل پوهنتون محصلانو چارو او د علمي څېړنو معاونینو استاد صلاح الدین ایوبي او دوکتور حامد سالاري په خپلو خبرو کې د څېړنې په معیاري کېدو ټینګار وکړ او دغه راز یې د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې مسوولینو څخه غوښتنه وکړه، چې د علمي څېړنو په برخه کې دې محصلینو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
په پای کې محصلینو ته د احصائیوي ارقامو راټولونې، ترتیب او څېړنې بشپړېدو اړوند پرزنټېشن وړاندې شو.