د چارو ادارې عمومي رئیس لخوا محصلینو ته د دیني درسونو وړاندې کول
د روان کال لیندۍ میاشتې په ۹نېټه د پنجشنبې په ورځ د اقتصاد، انجینري، داخلي او بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي لومړي ټولګي محصلینو ته د چارو ادارې عمومي رئیس ښاغلي انوار الحق انور د عقیدې په اړه دیني درسونه وړاندې کړل.
محصلینو په پوره لېوالتیا په دې درسونو کې برخه واخیسته او هغه یې واورېدل، د کابل پوهنتون رهبري د محصلینو لپاره ددیني درسونو وړاندې کولو په موخه د چارو ادارې لوی رئیس له راتګ څخه مننه وکړه او هغه یې د محصلینو د فکري روزنې په اصلاح کې ګټور یاد کړ.