د نړيوالو اړيکو ډيپارټمنټ
د ډیپارټمنټ لیدلوری:
د نړیوالو اړيکو او سیاسي علومو دیپارتمنت د یو ډېر پخواني دیپارتمنت په توګه چې د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ورکوونکی وي او د نورو ورته ادارو په منځ کې د زده کړو، د علم تولید، پراختیا او د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د هېواد پرمختګ لپاره پېژندل شوی وي او ددغه ديپارتمنت امکانات، د علمي کادر غړي، محصلين او څېړونکي په ټولنه کې تر ټولو غوره او بهتر وي.
د ډیپارټمنټ ماموریت:
د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ديپارتمنت د مسلکي، کارپوه، نوښتګر او با استعداده پرسونل د روزنې او پیاوړتیا لپاره د وړ چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، د هېواد د علمي چارو نورو ادارو سره سم د زده کړو او څېړنو د کیفیت او کمیت د ښه والي په موخه فعاليت کوي. د هیواد وقار او علمي دریځ او د اړیکو رامینځته کولو په دوام ترڅو اړتیاوې او ننګونې وپیژندل شي او د وړتیاوو په ودې سره حلارې وړاندې کړي. دغه ديپارتمنت د لوړتيا لرونکو استادانو او کارکوونکو په ګدون، د عصري تکنالوژۍ او اسانتیاوو په کارولو سره، د پوهو او مهارتونو په لټه کې د وړ کادرونو د جذبولو لپاره د مناسبو شرایطو په برابرولو سره جوړ شوی دی.
د نړیوالو اړيکو او سیاسي علومو دیپارتمنت د لیسانس په سطحه محصلينو ته د سیاسي علومو او نړیوالو اړيکو په رشتو کې او د ماسترۍ په سطحه په د دیپلوماسۍ په رشتو کې زده کړې وړاندې کوي چې خپل فعالیتونه یې د تحصیلي برنامو په تولید، پراختیا او د علم په وړاندې کولو سره د ملي موخو پر بنسټ ځانګړي کړی دي چې اصلي مأموریت يې په لاندې ډول دی:
-
متخصص، ژمن او مسؤلیت منوونکی بشري ځواک روزلو په موخه زده کړی، ترڅو په دولتي او نادولتي بېلابېلو سطحو کې د بشری ځواک اړتیاوې پوره شي.
-
د پوهې د وړاندې کولو په موخه د دیپارتمنت څېړنیز او اکاډمیک ماموریت پراختیا او د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ورکول او د ټولنې د چارو د ښه والي لپاره اغېزمن علمي وړانديزونه کول.
-
د زده کړو د څرنګوالي ښه والی.
-
دولتي او نادولتي ارګانونو سره همکاري او د څېړنیزو فعالیتونو د کیفیت ښه والی او پرمختګ.
-
په کورنیو او نړیوالو سطحو کې د علمی همکاریو چټکتيا.
د ډیپارټمنټ موخې:
الف – عمومي موخې:
-
د باکیفیته زده کړو د وړاندې کولو لپاره د څېړنو او زده کړو وړ چاپېریال برابرول؛
-
د نړیوالو اړیکو له سیاستونو سره علمي پېژندګلوي پیدا کول؛
-
د ځوانانو د فکري او ذهنی وړتیاوو لوړول؛
-
د علمي تحلیل او شننې په برخه کې د استعدادونو د وړتیاوو زیاتوال؛
-
د ټولنې لپاره د مسلکي او متخصصه بشري ځواک روزل؛
-
لوړو زده کړو ته د دننه کېدو په پار محصلينو ته د زمینې برابرول؛
ب –اجرائیوي موخې:
-
د لاسته راوړلو لپاره، نړيوالو اړيکو او سیاسي علومو دیپارتمنت د(۱۳۹۶) هـ ل کال په پیل کې د فارغو محصلينو ديپارتمنت نوم خپل کړ، په همدې موخه د نوی زده کړه ييز نصاب رامنځته کول یې د لومړنيو کارونو څخه دي.
-
د دې دیپارتمنت اړوند مضمونونو مسلکي او تخصصي علمي اړتياموندنه چې د درسي نصاب شامله وي، په پوهنځي کې د نوي مضمونونه د تدریس په موخه په درسي نصاب کې د پړاونو تر سره کولو لپاره وړانديز شوې ده.
-
د دیپارتمنت مضمونونه د لکچرنوټ په بڼه او د شونتيا اړوند د درسي کتابونو په بڼه ترتیب او وړاندې کول.
-
بېلابېلو کورنیو او بهرنیو پروګرامونو سره د دې دیپارتمنت د استادانو د مسلکي زده کړو د پراختیا په پار د ظرفیت سطحې لوړول.
-
د هېواد دننه او بهر کې د ماسترۍ او دوکتورا په سطحه د استادانو د زده کړو لپاره د زمینې برابرول.
-
دیپارتمنت په مډرنو وسایلو (کمپیوټر، کاپير، پرنټر او انټرنټ) سره تيارول.
-
دیپارتمنت په معتبرو علمي کتابونو تيارول ترڅو استادان له يادو کتابونو د ديپارتمنت اړوند مضمونونو په تدریس کې اغېزمنه ګټه واخلي.
د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو ډېپارټمنټ د علمي کادر غړو نوملړ:
ګڼه |
نوم |
تخلص |
د پلار نوم |
د زده کړو رشته |
۱ |
سید احمد نجیب |
محمود |
میر آقا محمود |
حقوق |
۲ |
محمد داود |
نوري |
نورخان |
حقوق |
۳ |
زیدالله |
نایل |
عمادالدین |
سياسي علوم |
۴ |
شمس الرحمن |
رحمانزی |
عبدالرحمن |
سياسي علوم |
۵ |
فریبا |
قادري |
احمد بیگ |
حقوق |
۶ |
عبدالوکيل |
حميدي |
عبدالحمید |
سياسي علوم |
د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مضمونونو نوملړ:
ګڼه |
مضمونونه |
د مضمون دول |
د کرېډېټونو شمېر |
سمستر |
۱ |
د سیاست پوهې بنسټونه۱ |
اساسي |
۲ |
لومړی |
۲ |
نړیوال سازمانونه |
اساسياساسي |
۲ |
درېیم |
۳ |
د نړیوالو اړيکو تاریخ ۱ |
اساسياساسي |
۲ |
درېیم |
۴ |
د ټولنپوهنې بنسټونه |
اساسياساسي |
۲ |
درېیم |
۵ |
د سیاست پوهې بنسټونه ۲ |
اساسياساسي |
۲ |
څلورم |
۶ |
نړیوال سازمانونه (سيمه ييز) ۲ |
اساسياساسي |
۲ |
څلورم |
۷ |
د نړیوالو اړيکو تاریخ 2 |
اساسياساسي |
۲ |
څلورم |
۸ |
د لوېديځ د سیاسي اندونو تاریخ۱ |
اساسياساسي |
۲ |
پنځم |
۹ |
سیاسي ترمینولوژي |
اساسياساسي |
۲ |
پنځم |
۱۰ |
د لوېديځ سیاسي اندونو تاریخ ۲ |
اساسياساسي |
۳ |
پنځم |
۱۱ |
د څېړنې ليار (د څېړنې ميتود) |
اساسي |
۲ |
شپږم |
۱۲ |
د دیپلوماسۍ بنسټونه |
اساسي |
۲ |
شپږم |
۱۳ |
اداري حقوق |
اساسي |
۳ |
اووم |
۱۴ |
تخصصي بهرنۍ ژبه |
تخصصي |
۲ |
اووم |
۱۵ |
په اسلام کې سیاسي اندونه |
تخصصي |
۲ |
اووم |
۱۶ |
په سويلي آسیا کې سیاست او حکومت |
تخصصي |
۲ |
اتم |
۱۷ |
د افغانستان د بهرنیو اړيکو تاریخ |
تخصصي |
۲ |
اتم |
۱۸ |
اسلامي سیاسي غورځنګونه او سیاسي بهيرونه |
تخصصي |
۲ |
اتم |
۱۹ |
د څېړنې ليار (د څېړنې مېتود) ۲ |
تخصصي |
۲ |
دويم |
۲۰ |
د نړیوالو اړيکو اصول ۱ |
تخصصي |
۲ |
دويم |
۲۱ |
د۲۰مې پېړۍ سیاسي اندونه |
تخصصي |
۲ |
|
۲۲ |
سیاسي جغرافیه |
تخصصي |
۲ |
|
۲۳ |
نویوالی او سياسي پرمختيا |
تخصصي |
۲ |
|
۲۴ |
تخصصي بهرنۍ ژبه ۲ |
تخصصي |
۲ |
|
۲۵ |
په مرکزي آسیا کې سیاست او حکومت |
تخصصي |
۲ |
|
۲۶ |
ټاکنيز غونډلونه (نظامونه) |
تخصصي |
۲ |
|
۲۷ |
د نړیوالو اړيکو اصول ۲ |
تخصصي |
۲ |
|
۲۸ |
سیاسی ټولنپوهنه ۱ |
تخصصي |
۲ |
|
۲۹ |
لږ-پرمختللو هېوادنو سیاسي ـ اقتصادي مسايل |
تخصصي |
۲ |
|
۳۰ |
سوله او د شخړو حل |
تخصصي |
۲ |
|
۳۱ |
نړیوالتوب |
تخصصي |
۲ |
|
۳۲ |
سیاسي ټولنپوهنه ۲ |
تخصصي |
۲ |
|
۳۳ |
د بهرنيو سياستونو بنسټيزه شننه |
تخصصي |
۲ |
|
۳۴ |
دیپلوماتیک آداب او تشریفات |
تخصصي |
۲ |
|
۳۵ |
په امریکا متحده ایالاتو کې سیاست او حکومت |
تخصصي |
۲ |
|
۳۶ |
د افغانستان سیاسي غونډال (نظام) |
تخصصي |
۲ |
|
۳۷ |
د نړیوالو اړيکو تیورۍ ګانې ۱ |
تخصصي |
۲ |
|
۳۸ |
د لویو ځواکونو بهرنی سیاست |
تخصصي |
۲ |
|
۳۹ |
نړیوال امنیت |
تخصصي |
۲ |
|
۴۰ |
پرتله ييز سیاست |
تخصصي |
۲ |
|
۴۱ |
د نړیوالو اړيکو تیورۍ ګانې ۲ |
تخصصي |
۲ |
|
۴۲ |
د لویو ځواکونو بهرنی سیاست ۲ |
تخصصي |
۲ |
|
۴۳ |
نړیوال سیاسي اقتصاد |
تخصصي |
۲ |
|
۴۴ |
سیاسي ارواپوهنه |
تخصصي |
۲ |
|
۴۵ |
د نړۍ سیاسي مسايل |
تخصصي |
۲ |
|
د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو دېپارتمنت د اتو سمسترونو د کرېدېتونو ټولګه |
۹۲ |
|