د کابل پوهنتون علمي شورا غونډه تر سره شوه
د علمي شورا غونډه د روان کال سلواغې مياشتې په څلورمه نېټه د پوهنتون رئيس او مرستيالانو په شتون کې جوړه شوه، د دغه شورا پخوانيو پريکړو د تطبيق راپور، د پوهنتون ستراتيژيک پلان، پوهنځیو پر ستراتیژیکو پلانونو، د نویو دیپارتمنتونو په رامنځ ته کولو، د ماسټرۍ برنامې موضوعاتو، د استادانو د ګمارنې او علمي ترفیعاتو او نور مهم موضوعات چې د غونډې په اجنډا کې شامل وو، بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او د قوانینو، مقرراتو او لوایحو سره سم لازم تصمیمونه ونیول شول.