د فزیک پوهنځي ۱ شمېره تالار د پوهاند محمدظاهر ستانیزي په نوم ونومول شو او د دې پوهنځي د متقاعدو استادانو څخه ستاینه وشوه

Anonymous (not verified)
Mon, Mar 01 2021 4:55 PM
ku

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي ۱شمېره تالار د یوې غونډې په لړ کې، چې د ۱۳۹۹ د کب په ۱۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د پوهنتون د رییس او مرستیالانو، د ځینو پوهنځيو رییسانو، د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو په ګډون ” د پوهاند محمد ظاهر ستانیزي “ په نوم ونومول شو. همدارنګه د فزیک پوهنځي د ریاست له لوري د ستاینلیک او یوې- یوې وطني چپنې پر ورکړې سره یې د دې پوهنځي د دوه متقاعدو استادانو له کارونو څخه ستاینه وکړه.

پدې غونډه کې د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او پوهاند زلمي احمدزي خبرې وکړې او د مرحوم پوهاند محمد ظاهر ستانیزي او د دې پوهنځي د نورو مخکنیو او متقاعدو استادانو له کارونو څخه یې په نیکي یادونه وکړه او د هغوی د خدمتونو ستاینه یې وکړه. مرحوم پوهاند ستانیزي د کابل پوهنتون د ساینس پخواني پوهنځي کې تقریبآ ۴۴ کال استادي (اوس په څلورو جلا پوهنځیو ویشل شوی) په ۱۳۹۷ کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو. نوموړي د خپلې استادي په دوره کې د فزیک پوهنځي زرګونو زده کړیالانو ته تدریس ورکړی، د نهو په شاوخوا کې ممد علمي اثرونه د فزیک څانګې مینه والو ته میراث پريښي او همدارنګه د زیات وخت لپاره د تدریس ترڅنګ یې په اداري برخو لکه د ساینس پوهنځي د فزیک څانګې د امر، د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي رییس، د کابل پوهنتون علمي مرستیال او د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو کمېټې د رییس په توګه یې دندې تر سره کړي دي.

د فزیک پوهنځي استادانو او مسوولینو د کابل پوهنتون رهبري شورا ته د یو وړاندیز په لړ کې د دې پوهنځي ۱ شمېره تالار د نوموړي په نوم ونوموي، چې دا وړاندیز د پوهنتون د رهبري شورا تر تصویب وروسته د پوهاند محمد ظاهر ستانیزي په نوم ونومول شو.

گالری رسانه

2096 students of Kabul University graduated with bachelor's degree

Advancements of KU after the victory!

Da Afghanistan Information Center video report at Kabul University:

Faculty of Engineering, Kabul University

From 22 faculties of Kabul University, 2,308 students graduated with a bachelor's degree. Watch more details in the video report below.

A video report of the activities and achievements of the Faculty of Chemistry of Kabul University can be seen here.

The Fine Arts Faculty of Kabul University: For more details, follow the video report below.

A brief report of the activities carried out at Kabul University in the month of Asad.

A special conversation with the head of the Faculty of Pharmacy, Dr. Agha Mohammad Zhakfar, regarding the achievements and the general situation of the aforementioned faculty:

In Kabul University, the final exams of the students of different faculties of the spring semester continue with full transparency.

A special interview with Professor Safiullah Jawhar, the head of the Faculty of Agriculture, Kabul University

The three-day workshop for the students of the Department of Theater of the Faculty of Fine Arts was concluded by the guest professor (Dr. Edmund Chow) from Singapore.