د کابل پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

Anonymous (not verified)
Sat, Apr 03 2021 4:33 PM
ku

د روان کال د وري په ۱۴ نېټه د کابل پوهنتون نوبتي د کابل پوهنتون د رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په ریاست او د ریاست مرستیالانو او پوهنځیو رییسانو په ګډون د علمي شورا د ناستو په تالار کې جوړه شوه.

د کابل پوهنتون رییس د ناستې په پیل کې د جلسې غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې د ناستې په اجنډا رڼا واچوله. د رهبري شورا پدې ناسته کې په ګڼو موضوع ګانو د هغې له ډلې د تدارکاتو په موضوع بحث او هر اړخیزه ارزونه یې وشوه. د کابل پوهنتون مالي او ادارې سرپرست مرستیال د رهبري شورا په ناسته کې یادونه وکړه، چې د کال په دوهمه ربع کې یو او تر اوسه پورې د کابل پوهنتون تدارکاتي پلان ندی اماده شوی او دا پلان باید ژر تر ژره اماده شي. ښاغلي سلیم د پوهنځیو له رییسانو او د پوهنتون له نورو شعبو او څانګو څخه وغوښتل، چې خپل تدارکاتي پلانونه په ټاکلي وخت تیار او ټولې خپلې اړتیاوې په دقیق ډول په هغه لست کې ځای پر ځای کړي تر څو د هغه په بنسټ د پوهنتون تدارکاتي پلان جوړ شي.

له بل لوري د رهبري شورا په ناسته کې پوهنمل مصطفی رضايي د کابل پوهنتون د عالي فرهنګي شورا د نوي رییس په توګه معرفي شو. د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري ښاغلي رضايي ته د مبارکي ترڅنګ یې هیله وښوده، چې د ده د مدیریت سره د کابل پوهنتون په فرهنګي برخه کې د مثبت بدلون او تحول شاهدان واوسو. د رهبري شورا په ناستې کې د له اجنډا سره سم د فارمسي پوهنځي له لوري د خطر پر مهال د لومړنیو مرستو د زده کړې د جوړېډو طرحه، د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژي پوهنځي غوښتنې پر بنسټ د درسونو دوام او د یوې اونۍ لپاره د محصلینو ازموینې وروسته والی او د محصلینو د ستونزو اړوند لس موضوع ګانې د قوانیونو، لوایحو او طرزالعملونو په رڼا کې و څېړل شوې او په هر یوې باندې د رایو په اکثریت لازم تصمیمونه ونیول شول.

Latest news

Thu, Sep 21 2023 11:13 AM
Background image

Museum

The National Museum, in Kabul, holds the largest collection of Afghan antiquities in the world and as such is the only destination for those who wish to learn about the rich and diverse. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

The conference titled "Revelation of the Quran" which was prepared and organized by the respected professors of the Faculty of Sharia was held in Kabul University. More details in the video report!

Some beautiful photos from Kabul University in the rainy season

World Water Day was celebrated in Kabul University during a series of grand ceremonies. Read more in the prepared video report:

During the visit of the Chinese Embassy in Kabul, the top students of Kabul University were honored with certificates of appreciation and cash gifts. Read more in the prepared video report:

In 2023 AH, Kabul University has implemented dozens of development projects worth about 90 million Afghanis. Video report:

The bituminous work of new roads inside Kabul University has started

The work of constructing a student park with an area of 12 acres of land was opened in the campus of Kabul University

Album of spring photos of the beautiful grounds of Kabul University in 1402 AH

Pictures album of the courtyard of Kabul University after a gentle and beautiful rain