د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي کې دعا مراسم جوړ شول
د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د یوې غونډې په لړ کې، چې د دې پوهنځي رییس او استادانو، یو شمېر محصلینو او کارمندانو د کابل پوهنتون عامه ادارې او پالیسي او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو یو شمېر محصلین، چې د لړم میاشتې ۱۲ نېټې په برید کې شهیدان او ټپیان شوي وو، د دعا مراسم جوړ کړل او د دې وحشیانه برید د غندنې او عاملینو ته یې د سزا ورکولو ترڅنګ یې د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو او د کابل پوهنتون له کورنۍ سره یې غمشریکي او خواخوږي څرګنده کړه. پدې برنامه کې حاضرو استادانو په جلا ډول د هیواد له امنیتي چارواکو څخه د هیوادوالو، د علمي او اکاډمیکو ځایونو د امنیت د تامین غوښتنه وکړه او هیله یې وښوده، چې د کابل پوهنتون د امنیت د تامین په برخه کې نوي بدلونونه او پاملرنه وکړې او تر پخوا زیات د دې امنیتي حالت غوره او د ډاډ وړ وګرځي.
دا مراسم د سهار په ۹ بجو د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي رییس، استادانو او یو شمېر محصلینو او کارمندانو په ګډون د دې پوهنځي د ریاست په مقام کې جوړ شوي وو.