د کابل پوهنتون د یو شمېر کارمندانو او محصلینو د شهادت او ټپي کېدو په اړه د اقتصاد په پوهنځي کې د قران کریم ختم وشو
د روان کال د لړم میاشتې په ۱۴ نېټه د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو، کارمندانو او محصلینو د لړم میاشتې ۱۲ نېټې تروریستي پېښې له امله د دې پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د یو شمېر محصلینو د شهادت او یو شمېر نورو د ټپي کېدو په اړه د قرانکریم ختم تر سره او د دې وحشیانه برید د محکومولو ترڅنګ یې د هغوی له کورنیو او د کابل پوهنتون له کورنۍ سره یې خپله غمشریکي او همدردي وکړه.
دا مراسم د اقتصاد پوهنځي، استادانو، کارمندانو او یو شمېر محصلینو په ګډون د دې پوهنځي په ټولګي کې جوړ شوي وو.